سعودي کې نور ۱۱ شهزادګان هم ونیول شول

د انځور حقوق AFP
Image caption ریاض له دې پخوا هم سعودي عربستان کې ځینې شهزادګان نیول شوي دي.

په سعودي عربستان کې د حکومت له خوا د سپما په برخه کې د شاهي کورنۍ پر غړو- چې شمیر یې سلګونو کسانو ته رسیږي- هم یو لړ محدودیتونه لګول شوي.

د پلازمینې ریاض په یوه ماڼۍ کې ۱۱ شهزادګانو د اعتراض په بڼه غونډه او غوښتنه کړې وه چې حکومت دې هغه پریکړه بیرته واخلي چې له مخې یې د دوی د څښونیو، اوبو، بریښنا او ګاز لګښتونه له دې وروسته نه ورکول کیږي.

سعودۍ ورځپاڼه عکاظ په خپله وېبپاڼه کې رپوټوي چې د شاهي ماڼۍ ځانګړو ځواکونو دغه یوولس تنه شهزادګان نیولي دي.

ورځپاڼه زیاتوي لومړی له هغو وغوښتل شول چې له ماڼۍ ووځي خو د اعتراض له دوام وروسته ونیول شول او الحایر زندان ته واستول شول.

* اور او غوسه کتاب کې: ټرمپ شهزاده محمد خپل "بنده" بولي

* محمد بن سلمان: علي خامنه ای منځني ختیځ کې نوی هېتلر دی

سرچینو ورځپاڼې ته ویلي له دې وروسته به د دغو شهزداګانو د محاکمې لپاره د قانون له حکم سره سم اجرائات کیږي.

سعودي ته نږدې رسنیو بیا په دې اړه خپلو رپوټونو کې ویلي دغه کسان د تیرې پنجشنبې په ورځ د لوی څارنوال په امر نیول شوي دي.

دوی زیاتوي دغو کسانو د یوه بل شهزاده د قصاص د یوې قضیې په برخه کې اعتراض کړی، خو د لوی څارنوال په حکم کې راغلي د دوی دا غوښتنه د منلو نه ده او له ټولو سره به د قانون د حکم له مخې چلن کیږي.

رویټرز خبري اژانس هم د جمعې په ورځ وویل، هغه معترض شهزادګان یې له نږدې ولیدل، چې د یوې نیونې پرضد اعتراض یې " د عمومي نظم ګډوډول " بلل شوي دي.

د شهزادګانو نیول

ر د انځور حقوق Getty Images
Image caption د سعودي ولیعهد د فساد د مخنیوي لپاره څو میاشتې مخکې هم ځینې شهزادګان ونیول.

د تېر کال وروستیو کې سعودي عربستان کې څو وزیران او شهزادګان د مالي فساد په تور ونیول شول او دا له اقتصادي فساد سره د مبارزې لپاره یوه هڅه بلل شوې ده.

د سعودي سلطنتي کورنۍ ډېره پراخه ده او په دغه هېواد کې د شهزادګانو شمېر نږدې زرو کسانو ته رسېږي، خو د شتمنۍ او واک له پلوه له یو بل سره توپیر لري.

د سعودي شهزادګانو سره د مالي مرستو کمېدل د هغو ګامونو یوه برخه ده چې حکومت غواړي خپل لګښتونه کم کړي، تېلي عاید پورې خپله تکیه کمه کړي او د مالي عاید لپاره بیلابیلې سرچینې پيدا او د بهرنیانو ونډه په اقتصادي چارو کې کمه شي.

* د نړۍ ګرانبیه کور د محمد که د بل چا دی؟

* "ښايي د سعودي پاچا واک خپل زوی ته پرېږدي"

* سعودي کې لاهم د "ټرمپ لور" لټول کېږي

دغه هېواد ځینې حکومتي سبسیډۍ هم له منځه وړې او اول ځل یې د خوړو په ګډون په ډېری توکو پنځه سلنه مالیه لګولې ده.

په ورته مهال په دغه هېواد کې د تېلو بیه دوه چنده شوې او د مالیې لګولو ترڅنګ د برېښنا او اوبو بېل هم زیات شوی دی.

د فساد ضد هڅې ځای نیسي؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په پخوانیو نیول شویو کې میلیاردر شهزاده طلال هم شته.

خو سعودی خبریال جمال قاشقچي وايي د دولت دا غوښتنې تر هغه نه شي ترلاسه کیدای چې د سعودي اقتصاد تولیدي بڼه خپله نه کړي:

"کله چې د سعودي وګړي په خپله تولید وکړي نو بیا د حکومت مرستو ته ډیر ارزښت نه ورکوي، ځکه دی به یوه ښه دنده ولري".

د نوموړي په خبره، تر اوسه پورې شاوخوا درې ملیونه سعودي وګړي مناسبې دندې نه لري.

سعودي عربستان په نړۍ کې د تیلو له سترو صادروونکو هېوادونو دی، خو د تیلو د بیې د ټیټوالي له امله د دغه هېواد عواید کم شوي.

ولیعهد محمد بن سلمان چې تیر کال یې د خپل پلار پاچا سلمان بن عبد العزیز له خوا ډیر واک تر لاسه کړ ژمنه کړې چې پراخ اقتصادي سمون به راولي او د مالي او اداري فساد مخه به نیسي.