بلخ کې د اسلام له راتګ سره جوړ شوی جومات

د انځور حقوق AFP
Image caption د حاجي پیاده په نوم دا لرغونی جومات چې مساحت یې څلور سوه متره مربع دی په اتمه میلادي پېړۍ کې جوړ شوی

ګلف نیوز ورځپاڼې په بلخ ولایت کې د نه ګبند جومات په اړه په یوه تفصیلي مطلب کې لیکي چې ددغه زرکاله پخوا جوړ شوي جومات په اړه یو شمیر لروغون پوهان چې بهرنیان هم په کې دي کار کوي.

ورځپاڼه وايي دا کارپوهان په دې بوخت دي چې په ددغه جومات چې په نړۍ کې له لرغونو مسجدونو یو دی، په اړه پراخې څېړنې وکړي.

دا لرغونی جومات چې مساحت یې څلور سوه متره مربع دی په اتمه میلادي پېړۍ کې جوړ شوی یانې کله چې اسلام دې سیمې ته راغلی نو دا جومات لومړنیو هغو جوماتونو دی چې په هغه وخت کې جوړ شوي دي.

په رپوټ کې د یوه ایټالوي لرغونپوه له قوله ویل شوي دا معجزې ته ورته یو څه دي چې په بېدیا کې د دې جومات یوه زیاته برخه لا هم ودانه پاتې ده.

ډیلي میل ورځپاڼه لیکي، امریکا د پاکستان د هغو اقداماتو ارزونه کوي چې ددغه هېواد چارواکي یې د امریکا د دریځ د سختېدو او د فشارونو د زیاتېدو پر وړاندې یې ترسره کوي.

ورځپاڼه زیاتوي، امریکايي چارواکي هڅه کوي د پاکستان د هغو ګامونو مخه ونیسي چې هڅه کوي له لارې یې له دغه فشاره ځان ګوښی کړي.

ورځپاڼې د یوه امریکايي چارواکي له قوله ویلي، شونې ده چې امریکا د مرستو په ځنډولو بسنه ونه کړي او پر پاکستان کړۍ لا تنګه کړي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د پاکستان کورنیو چارو وزارت د دغه هېواد د مهمو ورځپاڼو د شنبې ګڼو کې د یوه اعلان په خپرولو سره د ۷۲ ډلو نوملړ خپور کړی او ور سره یې له خپل ولس غوښتي چې له دې ډلو سره مالي مرسته ونه کړي.

ورځپاڼه د کراچۍ بندر ته د ناټو ځواکونو د اکمالاتو د یوې مهمې لارې په توګه اشاره کوي او زیاتوي چې تر اوسه داسې نښې نشته چې وښيي پاکستان هڅه کوي پر امریکا او ناټو دغه لار وتړي او یا یې پرینږدي چې د پاکستان هوايي حریم وکاروي.

هندوستان ټایمز لیکي چې امریکا له پاکستان سره د چلن لپاره دا ځل ټولې لارې چارې خپلې مخې ته ایښې.

د ورځپاڼې په وینا واشنګټن نه یوازې دا چې شاوخوا دوه ملیارده ډالره مرسته پر پاکستان بندوي بلکې پر اسلام آباد د فشار راوړلو لپاره له نورو لارو هم کار اخلي تر څو پاکستان د طالبانو او حقاني شبکې په وړاندې کوټلي ګامونه پورته کړي.

هندوستان ټایمز د یوه لوړ پوړي امریکايي چارواکي په حواله لیکي چې امریکا د امنیتي مرستو له بندولو پرته ځینې نورې لارې چارې هم په نظر کې لري چې غواړي له پاکستان سره یې په تدریجي توګه وکاروي.

دغه هندۍ ورځپاڼه زیاتوي ځینو سیاستوالو له ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه غوښتي چې پاکستان نور د ناټو د نږدې متحد ونه بولي او ځینو نړیوالو سازمانونو لکه د پيسو نړیوال صندوق له لارې پر دغه هېواد اقتصادي او مالي فشار زیات کړي.

اړونده مطالب