د چین ساحل کې د تېلو ټانکر ټکر کړی؛ ۳۰ ایرانیان تري تم دي

د چین ختیځ ساحل د انځور حقوق Getty Images

د چین ختیځ ساحل د تېلو یو ټانکر له یوې باروړونکې بېړۍ سره ټکر شوی، چې له کبله یې لږترلږه ۳۰ ایرانیان او دوه بنګله دېشیان تري تم شوي.

د چین د ترانسپورت وزارت ویلي، ویلي د ژغورنې عملیات یې پیل کړي. ځینې رپوټونه وايي د بار وړونکې بېړۍ ۲۱ خدمه ژغورل شوي.

د ټکر له کبله د تېلو ټانکر اور اخیستی.

د (میزان) په نوم خبري رسنۍ د ایران د تېلو وزارت د ویاند کسرا نوري له خولې ویلي، "تېل وړونکي ټانکر اور اخیستی دی".

دا پېښه د چین ختیځ ساحل په څو سوه کیلومترۍ کې رامنځ ته شوې.

رویټرز خبري اژانس ویليو پېښه د شانګهای اوبو ته نژدې شوې او د تېلو ټانکر له ایرانه جنوبي کوریا ته تېل لېږدول.

چین د الوتکو لېږدونکې بېړۍ سمندر ته کوزه کړې

په چین کې د ټیټانیک په څېر بېړۍ جوړېږي

په رپوټونو کې راغلي، جنوبي کوریا د ژغورنې له عملیاتو سره د همکارۍ لپاره سیمې ته بېړۍ او چورلکې استولې دي.

د انځور حقوق CGTN

د رویټرز راپور زیاتوي، د تېلو ټانکر د ایران له "خارک" ټاپو نه د جنوبي کوریا "داسان" ته روان و چې د پلان له مخې د یکشنبې په ورځ (جنوري ۷مه) باید خپل هدف ته رسېدلی وای.

د چین بار وړونکې بېړۍ له امریکا نه د چین جنوبي ګانګډونګ ولایت ته روانه وه.

رویټرز وايي، ددغې بېړۍ د تېلو ارزښت له ورځې سره سم شاوخوا ۶۰ میلیون ډالر اټکل شوی دی.

اړونده مطالب

ورته مطالب