د عکسونو البوم: امریکا کې له واورین توپان وروسته سخته یخني

برف د انځور حقوق Getty Images
Image caption بوسټن کې له واورین توپان وروسته نږدې یو فوټ واوره وشوه

د شمالي امریکا ختیځ ساحل د سختې یخنۍ له امله کنګلېږي او دا د هغه ورانوونکي توپان په ورځ پیلېږي چې واوره سوېل کې تر فلوریډا ورسېده.

آبی پرندہ د انځور حقوق Getty Images
Image caption میسا چوسټس کې یو مرغه په توپاني واوره کې الوځي.

د امریکا د هوا پوهنې اداره وايي، د امریکا او کاناډا په ځینې سیمو کې د تودوخي درجه منفي ۲۹ سانتي ګراد درجې ته ټیټه شوې ده.

طوفان د انځور حقوق Getty Images
Image caption د سخت واورین توپان یوه منظره

د کاناډا په نوا سکوټیا کې توند باد د لسګونو زره کورونو برېښنا پرې کړې ده.

طوفان د انځور حقوق Getty Images
Image caption له سمندرغاړې وتونکې اوبه کنګلېږي

د توپان له امله را پورته شوې لوړې لوړې څپې- چې د نیو انګلېنډ په سمندرغاړو کې یې سیلاو جوړ کړی و- کنګل شوې دي.

طوفان د انځور حقوق Getty Images
Image caption توپان خلکو ته سخته اندېښنه پیدا کړې، ځکه چې تودوخه پرلپسې ټیټېږي.

د معلوماتو له مخې په دې سخت موسم کې تراوسه امریکا کې ۱۹ کسان وژل شوي، خو کاناډا کې د مړو شمېر دوه دی.

طوفان د انځور حقوق Getty Images
Image caption ترافیک هم ګډوډ شوي دي.

په شمالي او سوېلي کرولینا کې د موټرو له امله څلور کسان وژل شوي.

په فلادیلفیا کې هم یو موټر بې برېکه شوی او له اورګاډي سره د ټکر له امله یې موټروان خپل ژوند له لاسه ور کړی دی.

طوفان د انځور حقوق Getty Images
Image caption بې کوره خلک ډېر اندېښمن دي.

ویرجینیا کې یوه جنۍ موټر وهلې او مړه ده، یو ۷۵ کلن سړی د واورې له څپو سره مخ او مړ شوی دی.

برف اور پرندے د انځور حقوق Getty Images
Image caption په واوره کې د اوبو مرغان لیدل کېږي

یواځې د جمعې په ورځ له ۱۲ سوو ډېر الوتونه لغوه او تر څلور زرو نور وځنډول شول.

پرواز د انځور حقوق Getty Images

په نیو هېمپ شال کې د واشنګټن غر(سیمې) موسم تر ټولو بد بلل شوی او هلته د جمعې او شنبې په شپو منفي ۷۶ سانتي ګراد درجه تودوخې وېره اټکل شوې وه.

طوفان د انځور حقوق Getty Images

۔