تندر کې ولې څاروي ډېر او انسانان لږ وژل کېږي؟

د انځور حقوق .
Image caption څاروي د توپان پر مهال خپلو کې نږدې پنډېږي، ځکه یې مرګ ژوبله ډېره وي.

د برازیل سوېل ختیځ ته په (سایو پایو لوی) ولایت کې تېره سې شنبه د سخت توپان پر مهال تندر ۸۴ غواوې او غوايي ووژل.

ځايي رسنۍ وايي دا څاروي د تندر پر مهال د ونې لاندې پنډ( غونډ) شوي وو.

* خره ولې په کمېدو دي؟

* د ښوونځي فیس کې وزه هم اخلو

دا وروستیو کلونو کې د برازیل لپاره د طبیعي پېښو له امله د څارویو د مرګ ژوبلې خورا لوی شمېر دی.

د دې څارویو د وژنې تاوان هم نږدې یو لک ډالر اټکل شوی او څېښتن یې وايي، څاروي یې بېمه نه و، ځکه یې تاوان هم ترلاسه کولی نه شي.

د تندر وهلي څاروي غوښه

د انځور حقوق Norwegian Environmental Agency
Image caption د ۲۰۱۶ کال دوبي کې تندر په ناروې کې له درې سوو ډېر غرڅه ووژل.

د دې څارویو څېښتن په دې هم خپه دي، چې د وژل شوي مال غوښه یې د خوړلو نه ده.

د برازیل د کرونګرۍ او مالدارۍ چارو وزارت ځايي چارواکی بي بي سي ته وايي، پکار ده د څاروایو غوښه ښخه یا وسوځول شي.

* پیشوګانې څاروي او مرغان وژني

* د پیغمبر یعقوب پسونه خپل "کور ته ستنېږي"

د دوی په خبره، د تندر وهلي څاروي غوښه د منلو نه ده، ځکه په دې پېښه کې د څاروي وینه ژر ټینګېږي:

"له بدن یې ډېره وینه نه وځي په دې دلیل وېره شته چې غوښه ککړه شوې وي".

یواځې برازیل کې د تندر له امله دا څاروي ډېر نه دي وژل شوي، بلکې پوهنتوني څېړنې وايي، امریکا کې د طبیعي پېښو له امله د وژل شویو څارویو ۸۰ سلنه د تندر له امله ده.

خطرناک پنډېدل

ر د انځور حقوق .

د تندر له امله انسانان هم وژل کېږي. هر کال نږدې ۲۴ زره انسانان د تندر وهلو له امله خپل ژوند له لاسه ور کوي.

  • خو د تندر له امله د انسانانو پرتله د څارویو مرګ ډېر دی، چې څو سببونه لري.
  • څاروي ډېر وخت بهر وي، ځکه له طبیعي پېښو سره ډېر مخ کېږي.
  • د توپان او نورو پېښو پر مهال څاروي له یو بل سره نږدې پنډېږي.
  • دوی د ونو لاندې هم ډېر پټېږي چې ژغورلو کې یې مرسته نه کوي.

انسان ولې ژغورل کېږي؟

د انځور حقوق Getty Images

کارپوهان وايي، ۷۰ سلنه انسانان له تندر وهلو ژوندي پاتېږي، خو د څارویو بدن لکه غوا لوی دی او دا د تندر د برېښنا یې ډېر وخت نیسي.

تندر ډېر کم په نېغ ډول پر انسان لوېږي، ځکه یې رامنځ ته شوې برېښنا هم پر ځمکه لګېږي.

تندر د انسان د زړه یا سا درېدلو سبب کېدلی شي، خو څارویو کې یې اغېز په دې بدتر دی چې د مخ او شا له پښو یې د برېښنا بهیر تېرېږي او د انسان پرتله د پیل او پای لوی واټن لري چې دا پخپله د ډېر تاوان سبب کېږي.