د نړۍ یوه کونج کې سوځنده ګرمي او بل کې وژونکې یخني
که یوه پلو ته د امریکا ختیځ کې خلک له سختې یخنۍ اندېښمن دي، بل پلو د اسټرالیا په سېډني ښار کې له تېرو اتیا کلونو وروسته سخته ګرمي نیولی دی.
خوله رسنیو کې انځورونه ښيي چې ختیځه امریکا او اسټرالیا کې د سخت موسم له امله خلک څومره اغېزمن شوي دي.
* له جل وهلو ځان څنګه ساتلی شئ؟
د ملګرو ملتونو د هواپوهنې ادارې د رپوټ له مخې د امریکا په نیویارک ښار کې د جنورۍ په شپږمه د تودوخي درجه تر ټولو ټیټې کچې ۱۳ سانتي ګراد ته ولوېده.
د متحده ایالتونو په یوه بله سیمه کې د تودوخي درجه منفي ۲۹ سانتي ګراد ته ټیټه شوې، خو سېډني کې له ۱۹۳۹ کال راهیسې د تودوخي درجه لومړی ځل ۴۷ سانتي ګراد ته پورته شوې ده.
ویل کېږي ۷۹ کاله مخکې په سیډني کې تودوخه ۴۷،۸ درجو ته لوړه شوې او بیا داسې نه وو شوي.
د رپوټونو له مخې په سیډني او ور څېرمه سیمو کې د اور لګېدنې د مخنیوي لپاره د اور نه بلولو اصول رامنځ ته شوي دي.
سیډني کې په زرګونو کسان بې کوره خلکو ته اوبه رسوي.
د سیډني شاوخوا ځنګلي سیمو کې د اور لګېدلو وېره شته.
په سیډني کې ټېنس نړیواله اتلولي د ګرمي له امله ځنډول شوې.
له بلې خوا نیویارک کې زرګونو الوتنې د یخنۍ له امله ځنډول شوې.
د ختیځې امریکا نورې هوايي اډې هم له اندېښنې سره مخ دي.
* د نړۍ لوړې ژورې: ګرمي او ساړه
ځینې مساپر شکایت کوي چې ډېر انتظار یې وکړ، خو وروسته یې خپلې بکسې هم موندلی نه شوې.
د امریکا په میساچوسټس، کنيټیکټ او نوي هیمپشیر کې نږدې یو فوټ واورې څادر غوړېدلی دی.
د ختیځې کاناډا په ځینې سیمو کې د تودوخي کچه منفي ۵۰ سانتي ګراد اټکل شوې ده.
د کاناډا ټورنټو کې هم د یخنۍ له امله ځینې الوتونه ځنډول شوي دي.