پاکستان: اته کلنه ماشومه له جنسي تېري وروسته وژل شوې

د چارواکو په خبره دغه ماشومه پنځه ورځې وړاندې تری تم شوې وه او پرون يې مړی موندل شوی دی. د انځور حقوق .
Image caption د چارواکو په خبره ماشومه زینب پنځه ورځې وړاندې تری تم شوې وه او پرون يې مړی موندل شوی دی.

د پاکستان د پنجاب په قصور سیمه کې يوه اته کلنه ماشومه له جنسي زیاتي وروسته وژل شوې، چې وروسته په دغه ښار کې د احتجاج کوونکو او پولیسو ترمنځ اخ و ډب کې دوه تنه وژل شوي دي.

د پاکستان د سترې محکمې قاضي القضات ثاقب نثار ځايي پولیسو ته امر کړی، چې د دغې پېښې په تړاو ټول مالومات دي په ۲۴ ساعته کې وسپاري.

د چارواکو په خبره دغه ماشومه پنځه ورځې وړاندې تری تم شوې وه او پرون يې مړی موندل شوی دی.

دسیمې اوسېدونکي وايي، تېرو دوو کلونو موده کې له ماشومانو سره د زور زیاتي پېښې شوې او امنیتي ادارو یې د مخنیوي لپاره هیڅ ګام نه دی اخیستی.

د ځایي پولیسو په خبره اته کلنه ماشومه زینب د نامالومه کس له لوري تښتوول شوې وه، جنسي تېری پرې شوی او وروسته وژل شوې ده.

د دغې ماشومې مور او پلار چې د عمرې لپاره سعودي عربستان ته تللي وو، له پېښې وروسته بېرته پاکستان ته راغلي او اسلام اباد هوايي ډګر کې د ماشومې پلار له خبریالانو سره خبرو کې پولیس په ناغېړۍ تورن کړي:

''د کورنۍ غړیو راته ویل، پولیس وخت نا وخته راشي، چای او ډوډۍ وخوري او بېرته لاړ شي. ''

د قصور د دغې پېښې پر ضد د اسلام اباد په شمول د پاکستان په یو شمېر نورو ښارونو کې هم احتجاجونه شوي او له واکمنو يې د ښکېلو کسانو د نیولو خواست کړی. د اسلام اباد د رسنیز کلب مخې ته یو شمېر فعالانو هم د دغې پېښې پر ضد احتجاج وکړ.

'د لیبیا توقیف ځایونو کې پر کډوالو ښځو او ماشومانو 'جنسي تېري' شوي'

د پېښور په سنټرل جيل کې بندي مېندې او ماشومان

د حفظا په نامه يوې فعالې له بي بي سي سره خبرو کې وویل، ''ځکه په اسلام اباد کې احتجاج کوو، چې پر واکمنو فشار زیات شي او ښکېل کس ونیول شي. ''

Image caption د ماشومې ورور ابوذر د خپل کور مخکې

د اسد یوسفزي به نامه یوه بل فعال وویل: ''د دغې پېښې ذمه وار یوازې دولت نه، بلکې زموږ په شمول د ټولنې هر وګړی دی. ''

د قصور سیمې پولیسو په خبره د شاوخوا ۱۳ څارګرو کامرو عکسونه يې ترلاسه کړي، خو په یوه کامره کې هم د مشکوک کس څېره نه پېژندل کېږي، خو وايي، شاوخوا ۲۰۰ پولیس افسران يې په لټون کې دي او ډېر ژر به دغه کس د قانون منګولو ته وسپاري.

اړونده مطالب