د جاپان کوریايي ښوونځي
د جاپان کوریايي ښوونځي
جاپان کې د داسې ښوونځيو کيسه چې پيونګ يانګ پلوه يې بولي، او کوريايي توکمه وګړو ته په کې ښوونه کېږي. اوس يې بيا له شمالي کوريا سره خپل تړاو هم جوړ کړی دی. جاپان کې ۵۰۰ زره کوريايي توکمه وګړی ژوند کوي، ډېری يې د هغو ملکيانو اوسنی نسل دی، چې له ۱۹۱۰ کال راهيسې بيا ۱۹۴۵ کال کې د دوهمې نړيوالې جګړې له پای سره د توکيو تر ماتې پورې د جاپان د وحشي استعمار پر مهال له خپلو مېنو بېول شوي وو. بي بي سي يې يوه ښوونځي ته ورغلې، چې زده کوونکي په کې د زده کړې پر سفر له شمالي کوريايانو سره ګوري.