واشنګټن له تهرانه د "سوله ییزو" لاریونیانو خوشي کول غوښتي

لاریونۍ د انځور حقوق EPA
Image caption فعالانو پر خواله رسنیو پر واټونو د د لاریونیانو ځینې وېډیوګانې خپرې کړې چې د واکمن نظام پرضد پکې شعارونه ورکوي

د امریکا متحدو ایالتونو د "سوله ییزو" لاریونیانو په حق کې د ایراني مشرانو کړنې "زړه بوږوونکې" بللې او د حکومت ضد سوله ییزو لاریونونو پرمهال یې د نیول شویو لاریونیانو د خوشي کولو غوښتنه کړې.

سپینې ماڼۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي "د ټرمپ اداره د هغو زرګونو ایرانیانو د بنديانولو په اړه ژوره اندېښنه لري، چې د سوله ییزو لاریونونو پرمهال نیول شوي".

سرچینه وايي، تر اوسه په لاریونونو کې د نیول شویو کسانو شمېر کره شوی نه دی.

رسمي رپوټونه وايي، د ټول ټال نیول شویو کسانو اټکلي شمېر شاوخوا زرو کسانو ته رسېږي، خو په ایران کې نورو سرچینو بیا دا شمېره تر دې هم ډېره ښودلې.

ایراني چارواکي وايي "ډېری نیول شوي کسان خوشي شوي، خو "لمسوونکي" محاکمې ته سپارل شوي".

د تېرې ډیسمبر میاشتې وروستیو کې ایران کې د حکومت ضد لاریونونه پیل شول، چې زرګونو وګړو د بیو د لوړېدو او د حکومت د فساد پرضد لاریونونو کې ګډون وکړ.

د اوین زندان مخ ته د ایران د پولیسو او لاریونوالو ترمنځ نښته

ایران: د مظاهرو تصویرونه چې د احتجاج بېلګې شوې

ایران کې د لاریونونو دوام او هممهاله نړیوال غبرګونونه

د ایران په بېلابېلو برخو کې د لاریونیانو پروړاندې حکومت له تاوتریخوالي کار واخیست چې لږترلږه ۲۰ کسان پکې ووژل شول.

له ایراني لاریونیانو سره د امریکا دا ملاتړ داسې مهال اعلان شوی، چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له ایران سره د اتومي پروګرام د هوکړې د راتلونکې په اړه بیا غور کوي.

د سپینې ماڼۍ یوې ویاندې سارا سانډرز ویلي: "د ټرمپ اداره د هغو رپوټونو په اړه اندېښمنه ده چې ګني د ایران نظام زرګونه هغه کسان نیولي، چې تېره اونۍ یې په سوله ییزو لاریونونو کې ګډون کړی و."

د انځور حقوق EPA
Image caption د ایران په دویم لوی ګڼ مېشتي مشهد ښار کې تر ټولو ډېرې مظاهرې وشوې

رپوټ زیاتوي: "نور رپوټونه وايي، ایران کې واکمن نظام د لاریون پرمهال ګڼ لاریونیان ربړولي او وژلي دي."

سانډرز زیاتوي: "موږ به چوپ پاتې نه شو، هغه هم په داسې وخت کې چې د ایران دیکتاتور نظام د خپلو وګړو مهم حقونه تر پښو لاندې کوي، د هر ډول سرغړونو له کبله به له ایراني چارواکو سره حساب او کتاب وکړو."

د سپینې ماڼۍ په وینا کې په ایران کې د ټولو سیاسي بندیانو د خوشي کولو غوښتنه شوې ده.

د انځور حقوق .
Image caption د دغې ځوانې ښځې تصویر چې د سر ټیکری یې په ډانګ پییلی، د احتجاج په سمبول بدل شوی

ورته مطالب