"بهرنیان ايتوپيايان په زویولۍ/لورولۍ نه شي اخیستی"

انجیلینا جولي په ۲۰۰۵ کال یوه ایتیوپیایۍ نجلۍ په لورولۍ واخیسته د انځور حقوق GETTY
Image caption انجیلینا جولي په ۲۰۰۵ کال یوه ایتیوپیایۍ نجلۍ په لورولۍ واخیسته

په ايتیوپیا کې د بهرنیو وګړو له خوا د دغه هېواد د ماشومانو په زویولۍ یا لورولۍ اخيستلو باندې د دې وېرې له کبله بندیز لګول شوی چې دغو ماشومانو ته په بهر کې ښه پام نه کېږي او ځورول کېږي.

د دوو امريکايي فلمي ستورو براډ پېټ او انجيلینا جولي په شمول د امريکايي وګړو له لوري د پردي ماشوم په زوی والي یا لوروالي د نيولو په برخه کې ايتیوپیا د نړۍ تر ټولو ستره سرچينه ده.

په ۲۰۱۳ کال یوه امریکايي جوړه (مېړه او ښځه) په لورولۍ د یوې اخیستل شوې ايتیوپیایۍ نجلۍ د وژلو له کبله تورن شول.

د اېتوپیا پلازمېنه ادیسه بابا کې د بي بي سي اېمانوېل ایګونزا وايي، په دې قضیې سره ايتیوپیا کې د بهرنیانو لپاره د زویولۍ او لورولۍ په اړه لانجمن بحثونه پیل شول.

په ايتیوپیا کې په زویولۍ/لورولۍ د اخیستو بهیر د بشري حقونو اړوندو ډلو له خوا له ځینو جدي پوښتنو سره مخامخ دی چې وايي دا کار د انسانانو د قاچاقولو لپاره لار هواروي چې سمبالوونکي یې ډېرې پیسې ترلاسه کوي.

په زویولۍ یا فرزندۍ د ورکړل شويو ماشومانو حال او د افغانستان قانون

انجلینا جولي ولې حشرې خوري؟

ایتیوپیا کې "هېر شوی" ښار موندل شوی

انجلینا جولې پر فلم جوړونکي هاروي د جنسي ځورونې تور پورې کړ

دوه کاله وړاندې، ډنمارک له ايتیوپیا نه د ماشومانو په زویولۍ یا لورولۍ اخیستل درولي وو.

قانون جوړوونکي اوس وايي، په سیمه ییزه کچه باید د یتیمانو او نورو اغېزمن شويو ماشومانو پالنه وشي او د خوندیتوب لپاره یې یوه منطقي لاره غوره شي.

خو د پارلمان ځینې غړي وايي، دا چې هېواد د وګړو د خوندیتوب لپاره کافي خدمتونه نه لري، نو د اغېزمنو شویو ماشومانو پالنې ته هم ډېر پام نه کېږي.

د انځور حقوق .
Image caption کېري ویلیمز په لورولۍ د اخیستل شوې ايتوپیایۍ نجلۍ د وژلو په تور محاکمه شوه

له ۱۹۹۹ کال راهیسې په امریکا کې تر ۱۵۰۰۰ ډېر ايتیوپیايي ماشومان په زویولۍ یا لورولۍ نیول شوي.

ګڼ نور یې د اسپانیا، فرانسې او ایټالیا په څېر اروپايي هېوادونو ته لېږدول شوي.

ايتیوپیا د نړۍ له هغو هېوادونو دی، چې اقتصاد یې چټکه وده کوي، خو ددغه هېواد میلیونونه وګړي په فقر کې ژوند کوي.

په ايتیوپیا کې ماشومان په زویولۍ یا لورولۍ اخیستل ددغه هېواد کلتور نه دی، بلکې بې سرپرسته ماشومان تر ډېره د خپلوانو په کورونو کې ساتل کېږي یا بهر د سړک پر غاړه سترېږي.

ورته مطالب