احمد اباد کې د پتنګ جنګولو فیسټیوال

د هند احمد اباد کې د پتنګ جنګولو ۲۹ نړیوال فیسټیوال جوړ شو. په دې جشن کې ډېر خلکو ګډون کړی او اسمان یې په رنګارنګ پتنګانو ښکلی کړی دی.

د انځور حقوق Kalpit Bhachech

په فیسټوال کې یو پتنګ باندې د کلبوش یادو په نوم د هغه هندي وګړي انځور دی چې پاکستان کې بندي دی. په دې سره له پاکستان د نوموړي د خوشي کېدو غوښتنه شوې ده.

د انځور حقوق Kalpit Bhachech

د ګجرات اعلی وزیر هم پکې یو پتنګ پورته کړ.

د انځور حقوق Kalpit Bhachech

په دې فیسټیوال کې د ۴۴ هېوادونو پتنګ جنګوونکو برخه اخیستې ده.

د انځور حقوق Kalpit Bhachech

د هند ۲۰ ایالتونو کسانو هم په پتنګ جنګولو کې ګډون کړی دی.

د انځور حقوق Kalpit Bhachech

په دې جشن کې واړه او لوی پتنګان پورته شوي دي.

د انځور حقوق Kalpit Bhachech

پتنګ جنګوونکو دې جشن ته بې جوړې پتنګان جوړ کړي دي، چې خلک یې هم حیران کړي دي.

د انځور حقوق Getty Images

له اندونیزیا راغلی پتنګ جنګوونکې د ښوونځي له ماشومانو سره انځور اخلي.

د انځور حقوق Getty Images

د پتنګ پورته کولو لپاره مزی له خورا ځانګړې مادې جوړ شوی او دومره تېره ده چې که پام ونه کړې خپلې ګوتې پر پرې کوې.

د انځور حقوق Getty Images

خلک د امرتسر فیسټوال کې د ګډون لپاره سودا اخلي، چې د هند پنجاب ایالت کې هر کال د جنورۍ پر ۱۳ جوړېږي.

د انځور حقوق Getty Images

د هند پنجاب ښار کې تېر کال د دې جشن پر مهال زدکوونکو د پتنګ جنګولو اړوند ځانګړې جامې اغوستې وې.