"افغان ډيپلوماټان پاکستان هڅوي چې د کډوالو موده یو کال وغځوي"

د انځور حقوق Getty Images
Image caption پاکستان کې نږدې ۱۴ لکه افغان کډوال شته.

د پاکستان ټوډې ورځپاڼه لیکي چې افغان ډیپلوماټانو هڅه کوي پاکستان قانع کړي چې په دې هېواد کې د افغان کډوالو د پاتې کېدو موده د یوه کال لپاره وغځول شي.

د پاکستان مېشتو افغان ډیپلوماټانو دا هلې ځلې تر هغه وروسته غښتلې شوې چې پاکستان اعلان وکړ د همدې میاشتې تر پایه دې افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شي.

په پاکستان کې افغان مرستیال سفیر زردشت شمس عرب نیوز ته ویلي، د پاکستاني حکومت دا پرېکړه چې په یوه میاشت کې یو اعشاریه څلور میلیونه افغان کډوال افغانستان ته ولاړ شي، د عملي کېدو نه ده او زیاتوي، دوی د دې پرېکړې پر اغېزو اندېښمن دي.

ښاغلی شمس وايي دوی هڅه کوي پاکستاني چارواکي قانع کړي چې د کډوالو د شړلو موده یو کال وغځوي او په ورته مهال وايي افغان کډوالو ته یې هم خبرداری ورکړی چې هره شیبه خپل هېواد ته د بېرته تګ لپاره تیار وي.

واشنګټن پوسټ:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان.

امریکا چاپ واشنګټن پوسټ ورځپاڼه لیکي، پاکستانی سیاستوال عمران خان وايي که د سږ کال په ټاکنو کې د پاکستان لومړی وزیر شي، نو له دې سره سره چې له ولسمشر ټرمپ سره کتنه به ورته د زهرو د غوړپ په څېر وي خو ورسره وبه ګوري.

عمران خان په یوه خبري غونده کې وویل، د سپتمبر یوولسمې د بریدونو له پیله د دې سخت مخالف و چې پاکستان دې د ترهګرۍ ضد مبارزه کې د امریکا ملګری شي.

نوموړی وایی سره له دې چې دی له امریکا سره د پاکستان د همکارۍ ملاتړی دی خو داسې به یې نه وی کړي چې پاکستانی پوځ له خپلو خلکو سره په جګړه کې ښکېل کړي او له افغانستان سره پولې ته نږدې قبایلي سیمې د جګړې په ډګر واړوي.

پاکستان لا هم د ډونلډ ټرمپ د نوي کال ورځې د ټویټ له امله اندېښمن دی چې ویلي یې و پاکستان درواغ ورته وايي او په ۱۵ کلونو کې یې د امریکا ۳۳ میلیارده ډالر مرسته تر لاسه کړې خو لا هم هغو اورپکو ته په خپله خاوره کې پناه ورکوي چې په افغانستان کې پر امریکايي ځواکونو بریدونه کوي.

ښاغلی عمران خان وايي له پاکستان سره د امریکا چلند دروند نه دی.

ګاردین:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د سوریې له نږدې اووه کلنې جګړې را هیسې په میلیونونه خلک کډوال شوي دي.

د برتانیا د ګاردین ورځپاڼه په سوریه کې د جګړې په اړه په یوه مطلب کې لیکي چې د یاغیانو تر ولکې لاندې پر ادلیب ښار د سوریایي ځواکونو بریدونه د کډوالو نوې څپه رامنځ ته کولی شي.

ورځپاڼې دا مطلب د ترکي چارواکو د خبرداري په لړ کې را اخیستی دی.

په دې وروستیو کې په ادلیب کې د حکومتي ځواکونو بریدونه د یاغیانو له مقاومت سره مخ شوي او هسې هم هلته زیات کډوال شته.

د ورځپاڼې په لیکنه دا یو بشري ناورین رامنځ ته کولی شي.

د ورځپاڼې په باور د سوریې د شخړې له پیله دا د کډوالو تر ټولو ستره بیځایه کېدنه ده.