ریښتیا هم د امریکا سفارت د "اوربشو" په بیه پلورل شوی؟

د انځور حقوق AFP/Getty
Image caption د امریکا زوړ سفارت.

هغه دعوه سپینول غواړي چې ویل کېږي د اوباما ادارې په لندن کې د متحده ایالتونو سفارت "د اوربشو په بیه" وپلوره.

قضاوت: ولسمشر ټرمپ په حق دی چې وايي، د اوباما د ادارې پر مهال سفارت پلورل شوی.

بیه یې کره معلومه نه ده، خو ارزښت یې د ۳۰۰ او ۵۰۰ میلیون پونډو ترمنځ اټکل شوی دی.

د سفارت پلورلو پرېکړه هغه مهال شوې وه چې د سپینې ماڼۍ واک د زوی بوش سره و.

ولسمشر ټرمپ په ټوېټ کې ویلي، برتانیا ته یې سفر وځنډولی.

له دې مخکې ټاکلې وه، نوموړی په لندن کې د امریکا نوی سفارت پرانیځي.

هغه ویلي ځکه لندن ته نه ځي، چې له هغه مخکېني ولسمشر بارک اوباما د "اوربشو په بیه" د سفارت ودانۍ پلورلې.

د امریکا ډيپلوماټان له لسګونو کلونو وروسته د لندن لوېدیځ کې خپل نوي مرکز ته ځي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption زوی بوش د خپلواک واک وروستیو ورځو کې د سفارت پلورلو پرېکړه وکړه.

د امریکا حکومت خپل سفارت په قطري ملکیتونو او جایدانو ډله قطری دیر پلورلې، دا شرکت ترې هوټل جوړول غواړي.

نو پوښتنه دا ده چې د پېر په هکله یې د ډونلډ ټرمپ خبره سمه ده؟

دا ماڼۍ د امریکا ملکیت نه وه، د ۹۹۹ کلنو لپاره یې اجاره کړې وه.

د ماڼۍ اصلي مالک د ګروس وېنر معاملو لارښوونې شرکت دی.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption اوباما چې د سپینې ماڼۍ واکمن شو، په سباه یې د سفارت پلورلو خبره هم رسنیو کې راغله.

د ۲۰۰۸ کال اکتوبر کې جورج ډبلیو بوش پرېکړه کړې چې د امریکا سفارت په لندن کې له زړې ودانۍ نوي ځای ته ولېږدول شي.

دا داسې وخت و چې بوش لنډې شپې ورځې وروسته خپل ځای اوباما ته پرېښود.

د بهرنیو چارو وزارت هغه مهال وویل، چې په ناین ایلمس کې به په نوې ودانۍ کار پیل کړي او هغه مهال د سفارت وداني پلور ته وړاندې شوه.

دوی هغه مهال ویل، چې د زړې ودانۍ پر رغولو هم غور کوي، خو زیاتول يې چې خوندي، نومهالی او د چاپېریال له پلوه مناسب ځای ته لېږدېدل به هم ډېر غوره وي.

د ۲۰۰۹ کال نومبر کې د اوباما ادرې په مهال داسې رپوټ شوه چې د زړې ودانۍ پلورل بشپړ شوي، ځکه د ولسمشر ټرمپ دا نیوکه پر ځای بلل کېږي.

د ۲۰۰۹ کال د جنورۍ پر ۲۱ پاینېنشل ټایمز کې رپوټ شوه چې بلې قطرۍ کمپنۍ د ودانۍ را نیولو سره علاقه ښودلې ده.

دا رپوټ یوه ورځ له هغه وروسته و چې اوباما واکمن شو او په دې مانا ده چې د هغه په واکمنۍ کې پرېکند معامله شوې ده.

د "اوربشپو" په بیه وپلورل شو؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ډونلډ ټرمپ وايي، سفارت د اوربشو په بیه پلورل شوی.

دا په دې پورې تړلې چې ته له اوربشو څه مانا اخلې.

د سفارت پلورلو کره بیه معلونه نه ده، خو له چڼو وهلو مخکې اټکل د او چې ارزښت یې د ۳۰۰ او ۵۰۰ میلیون پونډو ترمنځ دی.

د زوړ سفارت د ودانۍ نخچه خورا نومهالي ودانګر(مهندس) ایرو سارینن اچولې وه او پر ۱۹۵۷ کال یې د جوړولو چار بشپړه شوې وه.

دې ودانۍ ته د ځانګړې بڼې له امله ګرېډ دوه نوم ور کړل شوی دی، په دې مانا چې د ودانۍ بهرنۍ برخه نشي بدلېدلی.