امازیغ؛ چې د ۲۹۶۸ کال راتلو ته سترګې پر لار دي

د مراکش یوه امازیغۍ په خپلو دودیزو جامو کې د انځور حقوق AFP
Image caption د مراکش یوه امازیغۍ په خپلو دودیزو جامو کې

د امازیغي یا بربر کلیز له مخې امازیغ وګړي د نوي ۲۹۶۸ کال راتلو ته سترګې پر لار دي. دا کال هر کال د جنورۍ له ۱۲مې سره سمون خوري، چې دوی ورته "نایر" وايي.

دوی دا کال په شاندارو مراسمو لمانځي.

خو، امازیغ څوک دي؟

بربر یا امازیغ نا سامي ولس دی چې له عربانو سره نژادي او کلتوري توپیر لري او د افریقا لویې وچې په شمال کې اوسېږي.

د ویلو ده چې دوی د همدې سیمې اصلي اوسېدونکي دي او تاریخ یې لږترلږه د روم امپارتورۍ تر پېره رسېږي. له هماغه راهیسې دوی هلته مېشت دي او خپل کلتوري هویت او ژبه یې ساتلې ده.

ډېری امازیغ وګړي مسلمانان دي او په امازیغي ژبه ګړېږي، خو نورې سیمه ییزې لهجې هم لري.

د انځور حقوق Reuters
Image caption ځینې امازیغ وايي له توکپالنې سره مخامخ دي

امازیغ د افریقا لویې وچې شمال او لوېدیځ کې ډېر خواره واره دي او ختیځ کې یې لمن تر مصر رسېږي، شمال کې له سپین سمندره د نیجر سیند جنوب ته هم غوځېدلي.

په مراکش او الجزایر کې هم مېشت دي، تونس ته هم تللي او لیبیا مالي، بورکینا فاسو او موریتانیا ته یې هم نسل غځېدلي او طوارق قبایلو سره ګډه پوله لري.

د سیمې هېوادونو کې د دوی شمېر ناڅرګند دی، ځکه چې هلته پر هرچا د امازیغ اطلاق نه شي کېدی. ځینې امازیغ الاصله وګړي عربان ګڼل کېږي، خو په امازیغي ژبه غږېږي او ډېری یې په مراکش او الجزایر کې مېشت دي.

د افریقا پر شمال سربېره میلیونونه امازیغ وګړي په اروپا کې هم ژوند کوي.

دوی "بربر" هم بلل کېږي او ددې کلمې په اړه ګڼ نظریات شته، یو نظر وايي دا توری له باربادوس څخه اخیستل شوی، چې په یوناني ژبه د ناشنا معنا ورکوي.

د امازیغو ژبه له اسیايي "افرو" ژبې سره تړاو لري، چې له پخوانۍ مصرۍ او ایتیوپیايي ژبو سره تړاو لري.

امازیغ ژبه کې ګڼې لهجې هم شته، چې د تلفظ له اړخه ډېر توپیر لريو خو ټولې لهجې ورته مفردات او قواعد لري.

د انځور حقوق Richard Deubel
Image caption مراکش کې امازیغ ژبه تدریسېږي

له تاریخي اړخه د امازیغ اصل ورک شوی، کارپوهان وايي، له پخواني یمن نه د بحر له لارې افریقا ته تللي. یو بل نظر بیا وايي چې له اروپا او یا د پخواني سپین سمندر له سیمو راغلي.

خو ټول کارپوهان پر دې سلا دي چې د تاریخي کتابونو پربنسټ، امازیغ د افریقا لویې وچې په شمال کې له هر بل قوم او ولس وړاندې مېشت شوي. د سلګونو کلونو په اوږدو کې امازیغ د خپلې ژبې او کلتور د تعریب (عربي کېدو) پروړاندې مبارزه کړې ده.

د امازیغ تاریخ کې مهم نومونه

  • یوسف بن تاشفین: د مرابطینو د دولت بنسټګر، مشهور فاتح، صلیب پلوي یې له اندلسه (اوسنۍ اسپانیا) شړلي او ټکولي
  • جوجورتا: د نومیدیا پاچا چې رومیانو له میلاد ۱۱۱ کاله وړاندې مات کړ
  • کاهنه: اومه میلادي پېړۍ کې یې د عربو ضد جګړه پیل کړه
  • روحاني اوګسټین: په لوېدیځ مسیحیت کې اغېزناک شخصیت
  • ابن بطوطه: مشهور لیکوال، مؤرخ او سفر کوونکی، چې په ۱۴مه پېړۍ کې اوسېدلی
  • محمد عبدالکریم الخطابي: د تېرې پېړۍ لومړیو کې مراکش کې د کلیوالو امازیغ قومندان، چې د اسپانیا ضد جګړه یې وکړه
  • معطوب الوناس: موسیقي غږوونکی او امازیغي فعال چې په ۱۹۹۸ کال ووژل شو

ورته مطالب