فرانسه د کډوالو کمپونو جوړېدو ته اجازه نه ورکوي
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

فرانسه د کډوالو کمپونو جوړېدو ته اجازه نه ورکوي

د فرانسې ولسمشر اېمانوېل مکرون وايي د کلې ځنګله پنډغالي په څېر به د کډوالو نورو کمپونو جوړېدو ته اجازه ورنه کړي، سره له دې چې په ګڼ شمېر کډوال لا اوس هم اروپا ته ورمات دي. ښاغلي مکرون دا څرګندونې داسې وخت کې کړې، چې خيريه ټولنې وايي لا اوس هم تر ۷ سوو پورې کډوال سختو سيمو کې اوسېږي. د فرانسې پوليس په په پرله پسې ډول دې سيمه کې د خېمو او کمپلو درولو مخنيوی کوي، چې د ځنګله تر ټولو لوی کمپ په کې څه د پاسه يو کال مخکې نړول شوی و