الوتکې ته د معلولانو د څوکۍ وړلو اسانه لار

الوتکې ته د معلولانو د څوکۍ وړلو اسانه لار

الوتکې ته د معلولانو ګرځنده څوکۍ وړل، ښايي يو لوی سرخوږی وي، خو اوس يوه ښځه فکر کوي، حل لاره یې موندلې ده.

د نړۍ ډېرو پرمختللو هېوادونو کې د ټرانسپورت ډېرو برخو کې خلکو ته د معلولانو د څوکيو خدمت برابر شوی دی.

خو الوتکو ته يې ختل لا اوس هم يوه ستونزه ده، چې له امله یې ډېر معلولان الوتکو کې له سفره ډډه کوي.

نو اوس پوښتنه دا ده، داسې لار به وي چې له مخې یې د معلولانو څوکۍ په خوندي، آرام او مناسب ډول الوتکې ته وخېژول شي.

يوه امريکايۍ ښځه فکر کوي دې یې ځواب موندلی، او د امريکا هوايي شرکتونو سره د دې لانجې د حلولو زيار باسي چې دا کار دې وکړي.