ملاله: رښتیني سړي د ښځو پر مساوي حقونو باور لري

ملاله د انځور حقوق Getty Images
Image caption ملالې وویل:"فېمېنزم د مساواتو معنا لري، هغه دا چې ښځې د نارینه و په شان مساوي حقونه لري."

د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ د په داووس کې اقتصادي نړېوالې سرمشريزې کې په خپلې وینا کې ټولو انسانانو ته پر مساوي حقونو باور، د نارینه ځانګړتیا وبلله.

په دغې غونډه کې ملالې د ښځو پر حقونو د پام ساتلو او نامساوي حقونو ته د پای ټکي اېښېدو په پار د ځوانانو زدکړه اړینه وبلله.

په سویټزرلنډ کې ترسره کېدونکې اقتصادي نړېوالې سرمشريزې کې د ملالې یوسفزۍ تود هرکلی وشو او په لومړي سر کې ترې وپوښتل شول چې "فېمېنزم" کلمه ورته څه مفهوم لري.

"فېمېنزم" چې د ښځو د حقونو یو شمېر فعالان یې ځان ته نسبت ورکوي، یو له هغو بحث پاروونکو کلمو ده چې بېلابېل تفاسیر لري.

ملالې وویل:"فېمېنزم د مساواتو معنا لري، هغه دا چې ښځې د نارینه و په شان مساوي حقونه لري."

هغې د ښځو د حقونو د پام کې نیولو په برخه کې د نارینه و ونډه مهمه وبلله او ویې ویل:"موږ باید زلمو ته ورزدکړو چې د سړیو کړه وکړه وکړي. څوک چې غواړي سړی واوسي باید باور ولري چې ټولې ښځې او د دوی شاوخوا کسان مساوي حقونه لري او دا چې د مساواتو لپاره د خوځښت یوه برخه یاست."

تېرکال ملالې برتانیا کې د اکسفورډ په پوهنتون کې خپلې لوړې زدکړې پيل کړې، خو د ماشومانو د زدکړې په برخه کې یې خپل فعالیت د "ملالې فنډ" خیریه بنسټ په چوکاټ کې روان ساتلی دی.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ملالې خپل پلار یو ښه مثال وباله چې غوره یې وبلله نور سړي هم د هغه په شان فکر وکړي.

دا چې "فېمېنزم" سره له دې چې د "فیمېل" له کلمې چې د ښځې مفهوم لري اخیستل شوی، خو ملاله وايي یوازې ښځې نه دي چې "فېمېنست" یې بللی شو، بلکې هر هغه څوک چې د دې په وینا د ښځو پر مساوي حقونو باور ولري "فېمېنست" دی.

داووس کې په خپلې وینا کې ملالې خپل پلار یو ښه مثال وباله چې غوره یې وبلله نور سړي هم د هغه په شان فکر وکړي.

ضیاالدین یوسفزي د ملالې او نجونو د زدکړې او فعالیت یو ملاتړی و چې اوس هم د ملالې بنسټ یو مهم غړی دی.

هغې وویل:"زما پلار یو فېمېنست و، ځکه که هغه زه پرې ایښې نه وای، نن به زه دلته نه وای. ډېرې نجونې وې چې غوښتل یې خپل غږ پورته کړي خو میندو او پلرونو یې پرېنښودل."

د نړۍ په کچه د ماشومانو د زدکړې په برخه کې ملالې په غیر مستقیم ډول یو شمېر مشران په دې تورن کړل چې ګواکې پر خپلو ماشومانو زدکړې کوي، خو نورو ته پام نه وراړوي.

هغې وویل، هېڅ داسې لومړی وزیر یې نه دی لیدلی چې خپل ماشومان ښوونځي ته وانستوي، "خو چې کله خبره د نورې نړۍ د ماشومانو شي" هغومره پام نه ور اړوي.

د پښتونخوا په سوات کې د پاکستاني طالبانو د واکمنۍ پر مهال ملالې د ګل مکۍ په نوم د سخت دریځو تر واک لاندې د ژوند ناخوالو په اړه بي بي سي ته کالم لیکه.

۲۰۱۲ کال کې ملاله د دې لپاره د طالبانو په ډزو ټپي شوه چې ښوونځي ته یې د نجونو د تګ لپاره کمپاین کاوه.

وروسته له دې چې ملاله ورغېده او د نړۍ تر ټولو ځوانه د نوبل جایزې ګټونکې شوه، د ماشومانو د زدکړې او د ښځو د حقونو یوه له تر ټولو مطرحو فعالانو ده.