اسراييلو کې افريقايي کډوال

اسراييلو کې افريقايي کډوال

دا تېره يوه اوونۍ د اسراییلو په تل ابیب او د دوی تر واک لاندې بیت المقدس کې، افریقايي کډوالو د هغه حکومتي پروګرام پر ضد احتتجاجونه کول چې له مخې به يې دغه هېواد ته په ناقانون ډول ورغلي کسان وباسي.

اټکل دی په دې پلان سره هلته نژدې ۴۰ زره کسان اغېزمن شي. له دې خلکو سره ژمنه شوې ده چې که له مارچ وړاندې ووځي نو درې نیم زره ډالر به ورکړل شي او که نه نو د نیولو له برخليک سره به مخامخ شي.