د شونا وګړو کيسه
د شونا وګړو کيسه
له پنځو لسيزو زیاته موده کې د زېمبابوې شونا توکم شاوخوا ۴ زره وګړي کېنيا کې اوسېږي. نيکونه یې د تبشيريانو يا ديني مبلغانو په توګه دغه هېواد ته ورغلي وو، خو د کېنيا حکومت يې هېڅکله هم د هېوادوالو په توګه ونه پېژندل.
اوس دوی په زېمبابوې کې هم نه پېژندل کېږي، چې له امله یې دوی بې هېواده حالت کې دي. دا چې د هېڅ هېواد تابعيت نه لري، دا شونا وګړي اوس په ټپه ولاړ حالت کې دي، نه بېرته زېمبابوې ته تلی شي، او نه هم کېنيا کې مځکه پېرلی شي.