د امریکا ټاکنو کې د روسیې لاسوهنې ته د سي ای اي اندېښنه

د امریکا ټاکنو کې د روسیې لاسوهنې ته د سي ای اي اندېښنه

د امریکا استخباراتي ادارې، سي ای اې، مشر بي بي سي ته ويلي چې اندېښنه لري روسیه به د امریکا په هغو ټاکنو کې بیا مداخله وکړي چې د روان کال په نومبر کې کېږي.

په خپله لومړنۍ مرکه کې، مایک پېمپو، دا اشاره هم وکړه چې شمالي کوریا د دې وړتیا لري چې په څو میاشتو کې امریکا ته یو اتوم بم ورسوي.

ښاغلي پېمپو هغه رپوټونه هم رد کړل چې ولسمشر ډونلډ ټرمپ خپله دنده نه شي کولی. دی وايي لویه اندېښنه یې د چین او ایران په اړه ده.