د مهاتما ګاندي له وژل کېدو سره هندي مسلمانانو ټکان وخوړ

د انځور حقوق Getty Images
Image caption مهاتما ګاندي ډيلي کې د ۱۹۴۸ کال د جون میاشتې پر ۳۰ ووژل شو

د ۱۹۴۸ کال د جون میاشتې پر ۳۰ م ماښام د ډیلي البقرق روډ سیمې بیرلا هاوس ودانۍ کې یوه داسې وژنه وشوه، چې د ټول هندوستان خلکو او په ځانګړې توګه هندي مسلمانانو ته یې ټکان ورکړ.

خو ښايي دې خبر کې د مسلمانانو لپاره د خواشینۍ پر ځای د وېرې اړخ ډېر څرګند و.

هغه ماښام د هند ازداۍ تحریک یو مهم مشر موهن داس کرم چند ګاندي یا مهاتما ګاندي وژل شوی و.

Image caption د بیرلا هاوس چمن هغه ځای چې مهاتما ګاندي په ډزو ویشتل شوی و

د ډیلي بیرلا هاوس ته اوس د ګاندي سمریتي یانې د ګاندي یادګار نوم ورکړل شوی دی، چې مهاتما ګاندي پکې د خپل ژوند وروستۍ ۱۴۴ ورځې تېرې کړې وې. البقرق روډ یا سړک ته اوس د تیس جنوري مارګ (سړک) نوم ورکړل شوی دی.

Image caption تیس جنوری مارگ د مهاتما ګاندي وژل کېدو ورځې په مناسبت دغه سړک ته تیس جنوري مارګ نوم ورکړل شوی دی، چې پخوانی نوم یې البقرق روډ یا سړک و.

پروسږ کال اکتوبر/نومبر میاشتو کې چې د بي بي سي لپاره د خبریالۍ لړ کې ډیلي ته لاړم، د ګاندي یادګار ته ورتګ مې له ضروري کارونو یو باله. لامل یې دا نه و، چې ویزا مې له دې چارې سره غوټه وه، بلکې غوښتل مې هلته ودرېږم او د هغې شېبې تصور وکړم، چې زما د مشرانو ذهنونو کې ۷۰ کاله وروسته هم تازه ده.

Image caption بیرلا هاوس کې له مهاتما ګاندي پاتې (میراث) ساتل شوی دی

د مسلمانانو وېره

د بي بي سي پخوانی خبریال او زما مربي، علي احمدخان چې هغه مهال یې عمر اته کاله و او د یوپي ایالت زمانیه کلي کې اوسېده، هغه ورځ داسې یادوي:

ښه مې یاد دې چې د مهاتماګاندي وژل کېدو وروسته د ټکان حالت و، حیرانونکې چوپتیا خوره شوه، لږ وروسته معلومه شوه، چې قاتل مسلمان نه دی، بلکې هندو دی، د نیکه مې او د ټولې کورنۍ ساه سمه شوه.

خپل پلار مې هغه مهال د کار روزګار لپاره ممبۍ ته تللی و، هغه راته ویلي و:

''''موږ بمبۍ کې اوسېدو. ماښام د سیمې تاڼیدار یا پولیس مشر راغی او ستا نیکه ته وویل، ګاندي وژل شوی دی. خپلو خلکو ته ووایه، چې هاخوا دې خوا تلو راتلو کې احتیاط وکړي. ''''

لږ وروسته بیا هماغه پولیس افسر راغی او ویې ویل، چې ''وژونکی هندو دی،ځکه د وېرې ترهې اړتیا نه شته. ''

Image caption له وژل کېدو مخکې مهاتما ګاندي کڼاوې پر پښو، چې هند کې یې کهړاوون بللې پر دغه لار د پرارتهنا سبها یا ډله ییزې دعا لپاره تېر شوی و.

د هند وېش اویا کلنۍ په مناسبت مې تېر کال ممبۍ کې له خپل ۹۹ کلن تربور سعید سلام سره مرکه کوله. د هغه ذهن کې هم د هغې ورځې یاد پاتې و:

د ګاندي له وژل کېدو سره موږ له وېرې سره مخامخ شوو، خو کله چې لږ وروسته اعلان وشو، چې مسلمان نه بلکې هندو وژلی دی، ایله مو ساه سمه شوه.

دغه درې ثبوتونه په هغه ورځ د هند مسلمانانو د ذهني حالت بشپړ انځور وړاندي کوي.

د ګاندي یادګار کې لومړنی پاکستانی

د ګاندي یادګار هرکلي مامور ته مې وویل پاکستانی یم، په حیرانۍ یې راغبرګه کړه:

''''درې کاله کېږي دلته دنده لرم، ته لومړنی پاکستانی یې چې د ګاندي سمریتي لیدو ته راغلی یې ''''

د پاکستان موسس محمد علي جناح درناوی

خدازده ډیلي ته تلونکي پاکستانیان ولې هلته نه ورځي، خو د پاکستان موسس محمدعلي جناح د ګاندي وژل کېدو خبرې له اورېدو وروسته د خواشینۍ پیغام کې ویلي و:

''''پر ښاغلي ګاندي د برید او پکې د هغه وژل کېدو معلومات خواشینی کړم. زموږ اختلاف پر خپل ځای، خو هغه د هندوانو له خورا سترو شخصیتونو یو و. خپلو خلکو هغه ته ډېر درناوی کاوه او باور یې پرې درلود. دا د هند لپاره لویه ضایع ده. ګرانه ده، چې د هغه له مړینې سره رامنځته شوې تشه ډکه شي. ''''

د انځور حقوق Topical Press Agency
Image caption د پاکستان موسس محمدعلي جناح د ګاندي وژل کېدو خبرې له اورېدو وروسته د خواشینۍ پیغام کې ویلي و ''پر ښاغلي ګاندي د برید او پکې د هغه وژل کېدو معلومات خواشینی کړم.''

مهاتما ګاندي د ۱۹۴۸ کال جنورۍ پر ۳۰ د بیرلا هاوس چمن ته له معمول سره سم د پرارتهنا سبها یا ډله ییزې دعا لپاره راته. دغه مجلس کې به هندوانو، مسلمانانو، سیکانو، پارسیانو او د بېلا بېلو عقیدو کسانو ډله ییزه دعا کوله.

غونډه کې د باچا خان ګډون

مشر همکار مې اصف جیلاني هغه مهال جامعه ملیه اسلامیه پوهنتون کې زدکړې کولې. هغه راته ویل، یوه ځل یې دغه دعا کې ګډون کړی و.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ۱۹۳۸ کال مې میاشتې پر نهمه مهاتما ګاندهي او باچا خان د کانګریس له پلویانو سره یو ځای پر افغان پوله.

هغه وايي کله چې ۱۹۴۶ کال کې باچا خان د کېبنټ خبرو لپاره ډيلي ته تللی و جامعه پوهنتون کې اوسېده. خدمت کول یې د اصف جیلاني مسوولیت و. نوموړی وايي، یوه ورځ ورته باچا خان وویل، چې بېرلا هاوس ته یې بوځي.

Image caption مهاتما ګاندي او باچا خان چې په سرحدي ګاندي هم مشهور و، د سیاسي هدفونو، او ټولنیز بدلون لپاره د عدم تشدد نظریې پلویان وو.

اصف جیلاني د پرارتهنا سبها حال داسې بیانوي:

''ګاندي جي سپین څادر اغوستی و، ټولو ته یې د لاسونو پر یو ځای کولو پرنام وکړ او پر څوکې کښېناست. یوه سړي د قرانکریم ایت تلاوت وکړ، بیا د زرتشیانو سپڅلی کتاب اوستا اووستان ولوستل شو، وروسته د وید اشلوک او د ګرنتھ صاحب ګروباني هم ولوستل شول.

کله چې بهجن پیل شو، ګاندي جي سترګې پرانیستې او له ټولو سره شریک شو: ایشور اللہ تیرې نام، سب کو سنمتي دې بھګوان۔۔۔'

Image caption د برلا هاوس چمن کې د ګاندي ناستې ځای. شاته یې لیکلي د رام او رحیم له یاددونې سره په خوښۍ غواړي ومري.

د مهاتما ګاندي وژنه

د ۱۹۴۷ کال د اپریل پر ۲۰ هغه خپله ویلي و:

''که ووژل شم بیا هم د رام او رحیم یادونه نه پرېږدم، چې زما لپاره یې مانا د یوه خدای ده. پر شونډو به مې همدا نوم وي او په خوښۍ سره به د مرګ غېږې ته لاړ شم. ''

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ګاندي قاتل ناتهو رام ګوډسې کیڼ لاس ته لاندې له ګاندي سره د عدم تشدد فلسفې په ګډون فکري اختلاف درلود.

عیني شاهدان وايي، ناتهو رام د خلکو له منځه پاڅېد او د پرنام یا درناوي په انداز مخکې ورغي او پر مهاتما ګاندي یې ډزې وکړې. مهاتما ګاندي د سیاسي هدفونو تر لاسه کولو لپاره د 'اهنسا ' یا عدم تشدد احتجاجي تحریک یا خوځښت پلوي و او ټول عمر یې د همدې لپاره هلې ځلې وکړې. نوموړي د هندوانو او مسلمانانو د یو موټيوالي او هند د وېش مخنیوي لپاره هم هلې ځلې کولې.

سره له دې چې ۳۰ جنوري مارګ کې د ګاندي سمریتي ته د راتلونکو ګڼه ګوڼه وي، خو په ننني هند کې د د مهاتما ګاندي له فکر او نظر سره همغږي لږ او د سردار ولبھ بهايي پټېل سیاسي نظر ډېر خپور لیدل کېږي.