"امریکايي قومندانانو ته اجازه ورکړل شوې پاکستان کې د ترهګرو پټنځایونه له مینځه یوسي"

ډان:

د انځور حقوق AFP
Image caption په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو قومندان امریکايي جنرال جان نیکولسن

پاکستانۍ ډاڼ ورځپاڼه په یوه مطلب کې د سپینې ماڼې د چارواکو له قوله لیکي، د ولسمشر ټرمپ د ادارې له خوا د سویلي اسیا تګلاره په سیمه کې امریکايي قومندانانو ته واک او سرچینې ورکوي، چې په افغانستان او پاکستان کې د ترهګرو خوندي پټنځایونه له مینځه یوسي.

ورځپاڼه لیکي د همدې تګلارې له مخې په وروستیو کې د پاکستان په قبایلي سیمو کې د امریکايي بې پیلوټه الوتکو بریدونه ډېر شوي او رپوټونه وايي، چې د حقاني شبکې څو تنه قومندانان هم په کې وژل شوي دي.

ډان لیکي که څه هم تراوسه پورې امریکايي چارواکو هېڅکله په دې هکله څه نه دي ویلي چې ګواکې امریکايي قومندانانو ته اجازه ورکړل شوې، چې په پاکستان کې دننه د ادعا له مخې د ترهګرو خوندي پټنځایونه له مینځه یوسي، اوس د سپینې ماڼې له خوا خپاره شوي اسناد ښيي چې دا جازه ورکړل شوې او په دې اسنادو کې دا هم ویل شوي ولسمشر ټرمټ خپلو متحدینو ته روښانه کړې ده چې تر هغه د امریکا ملګري نه شي کېدای چې د ترهګرۍ ملاتړ کوي.

ورځپاڼه د کارپوهانو له نظره لیکي چې دا اشاره پاکستان ته ده.

نیویارک ټایمز:

ټپیان د انځور حقوق Reuters
Image caption په دې وروستیو کې په سلګونو کسان د طالبانو او داعش ډلې په بریدونو کې ووژل شول.

نیویارک ټایمز ورځپاڼه په یو مطلب کې په افغانستان کې جګړه بې ګټوونکې بللې ده.

د مطلب د لیکوال له نظره له ۱۶ کلنې جګړې وروسته که هر ډول غوراوی په پام کې ونیول شي دا جګړه ناکامه ده او هغه هم په داسې حال کې چې تراوسه زرګونو امریکايي پوځیانو په کې خپل ژوند له لاسه ورکړی او امریکا څه باندې سل میلیارده ډالر پر افغانستان لګولي دي.

نیویارک ټایمز د یوه څېړونکي له قوله لیکي د امریکا په مشرۍ ایتلاف باید له پورته نه لاندې د یوه حکومت له تحمیلولو ډډه وکړي او پرېږدي چې افغانان د خپلې خوښې حکومت له لاندې نه پورته جوړ کړي، او نړیوال ځواکونه دې د دې حکومت د دوام لپاره امنیت ټینګ کړي.

همدا نیویارک ټایمز ورځپاڼه په یو بل مطلب کې لیکي د افغانستان جګړه تر ټولو اوږده ده چې امریکايان په کې ښکیل دي، په دې مانا چې دا له نړیوالې لومړۍ، دویمې او کوریا له جګړې هم اوږده ده چې شپږ زره ورځې یې دوام کړی دی.

ایونینګ سټنډرډ:

د انځور حقوق AFP
Image caption اسلامي دولت ډله يا داعش تر ډېره په سوريې او عراق کې فعاله ده

په لندن کې چاپېدونکې د ایونینګ سټنډرډ ورځپاڼه د برتانوي پولیسو د یوه خبرداري په هکله چې د دوی په وینا د جهادي ماشومانو په اړه دی په یو مطلب کې لیکي، د برتانیا د پولیسو یوه لوړ پوړي چارواکي د هغو ماشومانو په هکله اندېښنه څرګنده کړې چې په سوریه او عراق کې د داعش ډلې له خوا روزل شوي او بېرته برتانیا ته ستنېږي.

د ورځپاڼې په لیکنه ځینې په عراق او سوریه کې زېږیدلي او د داعش ډلې له خوا یې ماغزه وینځل شوي او د هغو میندو او پلرونو د بچیانو په توګه برتانیا ته استول کېږي، چې د برتانوي تابعیت لري.

ورځپاڼه لیکي اوس پولیسو ویلي چې د دغو ماشومانو د ډي این اې ازموینه باید وشي چې د بریتانوي تابعیت لرونکو کسانو سره یې د اړیکې ثابتې شي.

ایونینګ سټنډرډ لیکي چې د جرمني د استخباراتو یو لوړ پوړي چارواکي هم خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې هغه ښځې او ماشومان چې د داعش تر کنترول لاندې سیمو کې اوسیدلي او اوس اروپا ته ستنېږي لوی خطر دی او په وینا یې چې دا ماشومان ساعتي بمونه دي.