تخار ولایت کې یوه مېرمن د 'نامشروع اړیکو' په تور په لښتو وهل شوې

تخار ولایت د انځور حقوق facebook
Image caption په ویډیو کې لیدل کېږي چې له مېرمنې شاو خوا نارینه تاو دي او بیا یې وهي.

د افغانستان په شمالي ولایت تخار کې ځايي چارواکي وايي د يوې مېرمنې صحرايي محاکمه په جدي ډول څېړي.

په دې وروستيو کې د تخار ولايت په چاه آب ولسوالۍ کې په عام محضر کې په لښتو د يوې مېرمنې د وهل کېدو ویډیو پر ټولنیزو شبکو خپره شوې.

په دغې ویډيو کې ليدل کېږي چې قهرېدلي نارينه دغه مېرمن په سر او وجود په لرګيو وهي، ځینې یې د "الله اکبر"نعرې وهي او ځینې دغې مېرمن ته سپکې سپورې وايي.

د تخار د والي وياند سنت الله تيمور بي بي سي ته ويلي، دغه ۲۲ کلنه مېرمن چې مېړه يې په ایران کې دی، دوه مياشتې وړاندې د خپلې کورنۍ له خوا له یوه ۱۷ کلن هلک سره د جنسي اړیکو په لرلو تورنه شوې ده.

د ده په وینا هغه خلک چې دا مېرمنه وهي د مېړه د کورنۍ غړي يې دي او د دغې صحرايي محاکمې د عاملينو د نيول کېدو حکم صادر شوی.

ښاغلی تیمور وايي:"۱۷ کلن هلک د کورنۍ د غړو له اجازې پرته کور ته دننه شوی او څو ساعته وروسته چې کورنۍ خبره شوې شک یې کړی، چې دې ښځې به له دغه ۱۷ هلک سره څه کړې وي."

د تخار د والي ویاند وايي، اوس ستونزه اواره شوې او دغه مېرمن مېړه کره ده.

سیمه ییز چارواکي وايي، دا چې دا ولسوالۍ په وروستیو څو میاشتو کې ناامنه ده، سیمې ته ورتګ ګران دی او چا شکایت هم نه و کړی نو دوی اوس له پېښې خبر شول.