پولیسو هغه 'ټانک' نیولی چې کور کې جوړ شوی او سړک ته ایستل شوی و

پولیسو هغه مهال هوانګ له خپل ټانک سره یو ځای ونیو چې د جنورۍ پر ۲۲ مه یې دغه ګاډی عام سړک ته ایستلی و. د انځور حقوق CCTV
Image caption پولیسو هغه مهال هوانګ له خپل ټانک سره یو ځای ونیو چې د جنورۍ پر ۲۲ مه یې دغه ګاډی عام سړک ته ایستلی و.

چینايي پولیسو یوه سړي ته خبرداری ورکړی او د هغه موټر چلولو لایسنس یې لغو کړی، ځکه دغه سړي کور کې له یوې زړې لارۍ ټانک جوړ کړی و.

پولیس وايي لایبین نومي ښار دغه اوسېدونکي چې دولتي ټلویزیون یې یوازې کورنی نوم هوانګ یاد کړی، دوې میاشتې مودې کې له زړې لارۍ نه ټانک جوړ کړی او راډار او توپ یې دواړه پرې لګولي وو.

ویل کېږي نوموړي پر انټرنېټ د شهرت موندلو لپاره داسې کړي دي. د سي سي ټي وي رپوټ کې ویل شوي هوانګ ټانک ته پوځي رنګ ورکړی و او تصویرونه یې خپرول، چې د ولس تر څنګ یې د چارواکو پام هم ځانته اړولی.

رپوټ کې راغلي، پولیسو هغه مهال نوموړی له خپل ټانک سره یو ځای ونیو چې د جنورۍ پر ۲۲ مه یې دغه ګاډی عام سړک ته ایستلی و. رپوټونه دغه راز وايي، له نیول کېدو وروسته نوموړی ۱۷۵۰ یوانه یا ۲۷۸ ډالره جریمه شوی او د موټر چلولو لایسنس یا جواز ورنه بېرته اخیستل شوی دی.

د چین لومړی امپراتور څنګه د ژوند اکسیر په لټه کې و؟

"چین کې پرمختللی ماین شنډوونکی روباټ جوړ شوی"

چین: د نړۍ تر ټولو چټک اور ګاډی ځغاستې ته چمتو دی

پولیسو نوموړی خپل مرکز ته د دې لپاره بیولی و، چې د خوندیتوب په اړه 'درس ' ورکړي او ویل کېږي د نوموړي په لاس جوړ شوی ټانک، چې 'د ترافیکو خوندیتوب له قوانینو سر غړاوی دی او خپله هوانګ او نورو لارویو ته یو خطر بلل شوی 'ضبط شوی او له منځه به یوړل شي. '

پر خواله رسنیو بیا له دغې پېښې وروسته تاوده بحثونه راپورته شوي او یوه کاروونکي لیکلي ښايي پولیس به د ښاغلي هوانګ له ګاډي 'ډار شوي ' وي. یو بل بیا وایي:

''سړی نه پوهېږي، چې ولې سړکونه د ټانکونو پر مخ تړلي دي. ''

د انځور حقوق MIAOPAI
Image caption ښاغلي هوانګ د خپل (ټانک) پر جوړولو دوې میاشتې وخت تېر کړی

یوه بل بیا د نیوکې په انداز ویلي ''د انټرنېټ پر مټ خورا ډېر خلک د مهمو شخصیتونو په توګه مشهور شوي دي. ''

اړونده مطالب