ښوونکې د سزا ورکولو په توګه د ماشومانو لاسونه د بلې شمعې لمبې ته نیولي

هندي ښوونځیو کې د وهلو ډبلو له لارې ماشومانو ته سزا ورکول ممنوع دي، خو په پراخه کچه دغه چاره روانه ده. د انځور حقوق Getty Images
Image caption هندي ښوونځیو کې د وهلو ډبلو له لارې ماشومانو ته سزا ورکول ممنوع دي، خو په پراخه کچه دغه چاره روانه ده.

هندي پولیسو د هغې سر ښوونکې خلاف شکایت ثبت کړی، چې ویل کېږي ۱۳ زده کونکي یې اړ کړي وو، چې د بلې شمعې لمبې ته لاس ونیسي. ویل کېږي سوشانتي هېمبروم نومې دغې سر ښوونکې غوښتل نهه کلنو زده کونکو کې معلومه کړې، چې کوم یوه یې له بل ټولګیوال نه پېسې غلا کړې وې.

پېښه د چارشنبې پر ورځ جارکنډ ایالت کې شوې. د ماشومانو کورنیو له شکایت وروسته اغلې هېمبروم د خصوصي ښوونځي له دندې ګوښه شوې. ځايي پولیسو بي بي سي ته ویلي، ښوونکې فکر کاوه هغه ماشوم به شمعې ته لاس و نه نیسي چې غلا یې کړې.

خو وايي ټولو هماغسې وکړل چې ورته ویل شوي وو. ځینې هغو یې وايي ژر لاسونه لرې کړل او د اوو ماشومانو لاسونه سوځلي دي. ویل کېږي لږ تر لږه د یوه ماشوم لاس چې ادعا کېږي اغلې هېمبروم په زور د لمبې د پاسه نیولی و، ډېر سوځېدلی او ماشوم روغتون کې بستري شوی دی.

هند: د نرښځو لپاره لومړنی لیلیه لرونکی ښوونځی

هند: ښوونځي کې د ګاز له کبله ۲۰۰ زده کونکې روغتون ته وړل شوې

د پنجشنبې پر ورځ دغه ماشوم له روغتونه کور ته استول شوی. پولیس وايي سرښوونکې هېمبروم خپله کړنه (لویه) تېروتنه بللې او له ماشومانو او د دوی له کورنیو یې بښنه غوښتې. هندي ښوونځیو کې د وهلو ډبلو له لارې ماشومانو ته سزا ورکول ممنوع دي، خو په پراخه کچه دغه چاره روانه ده.

د ۲۰۱۷ کال مارچ میاشت کې د اتر پردېش ایالت یوه لیله لرونکي ښوونځي له ۷۰ داسې نجونو چې عمرونه یې شاوخوا ۱۰ کاله د دې لپاره کالي ایستل شوي وو، چې د ښځینه میاشتني عادت وینو په اړه یې معلومات وشي.

اړونده مطالب