جنوبي کوریا کې د اولمپیک لوبو خوندیتوب

جنوبي کوریا کې د اولمپیک لوبو خوندیتوب

جنوبي کوریا کې د المپیک لوبو د خوندیتوب مسول پولیس وایي چې شمالي کوریا سره د خبرو اترو د لړۍ له پیلېدو سره لوبو ته د ترهګرۍ ګواښ کچه را ټيټه شوې. د لوبو پیل ته یوازې یوه اوونۍ پاتې ده او د لوبو پر مهال به ۱۳۰۰۰ پولیس د پیونګیانګ شاوخوا سیمو کې په دندو وګمارل شي. شمالي او جنوبي کوریا په دې صلاح شوي چې د لوبو په ترڅ کې په ګډې هنري او سپورتي نندارې تر سره کوي.