فرانسه: پولیس افغان کډوال لټوي چې پر نورو کډوالو یې ډزې کړې

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ارشیف تصویر

فرانسوي پولیس په هغه ۳۷ کلن افغان پسې ګرځي چې ګومان کېږي د افریقايي هېواد ایریتریا پنځه کډوال یې په کلې بندر کې په ډزو ویشتلي دي.

دغو ډ‌زو چې پرون ماسپښین وشوې د افغانانو او ارېتریایانو پراخ اخ و ډب ته لار پرانېسته چې لسګونه نور په کې ټپیان شول. فرانسوي پولیس وایي دا په کلې کې په څو میاشتو کې تر ټولو ناوړه تاوتریخوالی دی.

ډزې پرون درې بجې هغه مهال وشوې چې شاوخوا دوه سوه کډوال د کلې مرکزي روغتون د باندې خوړو تر لاسه کولو لپاره په ليکه ولاړ وو. خواړه يوۀ فرانسوي خيريه بنسټ برابر کړي وو.

مالومه نه ده چې د پېښې لامل څه و، خو عيني شاهدانو بي بي سي ته ويلي، ورڅېرمه د يولنډمهالي پڼډغالي کنټرول پر سر د کډوالو د دوو ډلو ترمنځ ترينگلتيا په ډېرېدو وه.

فرانسې د "کالې" پنډغالي تشولو لپاره عملیات پیل کړي

فرانسې د "کالې" پنډغالي تشولو لپاره عملیات پیل کړي

پنځه ارېتېريايي کډوال په ډزو لگېدلي چې د څلورو عمرونه يې د ١٦ او ١٨ کلونو ترمنځ دي. په روغتون کې د دوى حالت نازک ښوول شوى دى.

يوۀ ارېتېريايي کډوال چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي د خپلو سترگو ليدلو حال يې داسې بيان کړ.

''افغانان فکر کوم ډزې کوي. پرون يې زه هم ووهلم دا دى مخ مې ټپي شوى. کلې په دوزخ بدل شوى، موږ په دوزخ کې يوو. ''

دا پېښه د کډوالو دغو ډلو ترمنځ د دوو نورو جلا نښتو لامل شوه او نن سهار وختي هم ځاى ځاى د اخ و ډب پېښې رامنځته منځته شوې.

په نښتو کې څه د پاسه ١٢ کډوال او دوه پوليس چې د نښتو مخنيوي هڅه يې کوله ټپيان شوي دي.

د فرانسې د کورنيو چارو وزير جېرارد کولومب چې کلې ته ورغلى و وويل دا له ٢٠١٦ م کاله وروسته چې د ځنگله پنډغالي وتړل شو د تاوتريخوالي تر ټولو بده پېښه ده.

د ښاغلي کولومب په وينا دغه ٣٧ کلن افغان چې ورباندې د ډزو تور پورې شوى او د ادعاو له مخې د انسانانو قاچاق کوونکى دى، لا نه دى نيول شوى.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د خېر ښېگڼې ادارو کارکوونکو نن پس له غرمې هم د ښار په بېلابېلو سيمو کې پټو جوړو شويو پنډغالو کې پر کډوالو خواړه ويشل.

د کلې ښاروالې نتاشا بوچارت خبريالانو ته وويل په دې سيمه کې دا راز پېښې ډېرې نامعمولي دي.

د نوموړې په وينا ''په کلې کې وسلې نه موندل کېږي او دا خلک په وسلو سمبال دي موږ دوى ته د قانون د کمزوري کولو اجازه نشو ورکولاى. ''

د خېر ښېگڼې ادارو کارکوونکو نن پس له غرمې هم د ښار په بېلابېلو سيمو کې پټو جوړو شويو پنډغالو کې پر کډوالو خواړه ويشل.

اټکل دى چې په دغه سيمه کې اوسمهال ٧٠٠ کډوال پټ دي او دا شمېر هره اوونۍ لوړېږي. په پنډغالي کې نن ظاهراً کراري ده خو د فرانسې پوليسو نن ماښام ٣٠٠ اضافي پوليس په سيمه کې ځاى پر ځاى کړي چې د احتمالي تاوتريخوالي مخنيوى وکړي.

اړونده مطالب