چین: امریکا دې د اټومي تګلارې په تړاو 'د سړې جګړې ذهنیت' پرېږدي

The US submarine USS Michigan stationed in South Korea د انځور حقوق US Navy via AFP/Getty Images

چین تر هغه وروسته د خپل اټومي پروګرام د پیاوړتیا په اړه امریکا په مبالغه تورنه کړه، چې واشنګټن د خپلو اټومي زېرمو د نوي کولو پرېکړه وکړه.

د چین دفاع وزارت وایي امریکا د بېجینګ د تکلونو په اړه په سپین سترګو ګونګوسیو لاس پورې کړی دی. امریکا په دې اند ده چې چین او روسیه بیا تاندېدونکي ځواکونه دي چې امریکا ته ګواښ جوړوي.

د چين دفاع وزارت وويل هغه هېواد چې د اټومي وسلو تر ټولو ستره زېرمه لري بايد نوښت په لاس واخلي او د روان ميلان د مخالفت پر ځاى بايد ورسره سم گامونه پورته کړي.

امريکايى پوځ په دې باور دى چې گواکې اټومي وسلې يې ډېرې سترې دي، د کارونې وړ نه دي، د شمالي کوريا، چين او ايران باالقوه گواښ اغېزناک مخنيوى نشي کولاى، نو ځکه غواړي له اړتيا سره سم کم اغېزه کوچني اټومي بمونه جوړ کړي.

پر دې سربېره وړانديز شوى بالستيک، له اوبتلو او هوا توغېدونکي توغندي خورا ډېر عصري شي، چې پيل يې د بارک اوباما د ولسمشرۍ پر مهال شوى و.

له دې سره د هغو توغنديو په اټومي سروکو کې هم د بدلون راوستو وړانديز شوى چې له اوبتلونو توغېږي چې ځواک يې کم کړي، او د سمندري کروز توغنديو کار اخيستنه بيا پيل شي.

روسيې وار له مخه دا پلان غندلى. مسکو د امريکا نوي اټومي پلانونه روسي ضد او جگړييز وبلل.

خو په بي بي سي کې د ډيپلوماتيکو چارو شنونکى جانټن مارکس وايي، د امريکا دا پلان د روسيې د وروستيو خوځښتونو له امله دى.

دی وايي "لامل يې په اوکراين کې د روسيې پوځي ښکېلتيا، د ناټو ځينو غړو او ځينو نورو هېوادونو پر وړاندې يې ډېر گواښوونکى دريځ دی، چې ښايي د امريکا د توغنديز دفاعي سيستم د برخې په کې ځاى پر ځاى شي. نو روسيه د امريکا د دې ځواب په دلايلو ښه پوهېږي."

خو ښاغلى مارکس او د چارو ځينې نور څارونکي په دې باور دي چې د دې ټولو مثبت اړخ ښايي دا وي چې روسيه او امريکا لا ډېرو خبرو اترو ته زړه ښه کړي.

داسې برېښي چې روسيې د اټومي ثبات په تړاو له امريکا سره د روانو خبرو اترو لپاره ور خلاص پرېښى. نو د دې حالت مثبت پايله کېداى شي دا وي چې روسيه او امريکا نورو خبرو اترو ته کښېني او د وسلو په کمولو او د دوه اړخيز باور جوړولو په موخه پر تدابيرو وغېږېږي.