د پلاستیکو کارونې د مخنیوي لارې چارې
د پلاستیکو کارونې د مخنیوي لارې چارې
د پلاستیکو د زیانونو په اړه به مو حتما یو څه اورېدلې وي. اوس په نړیواله کچه حکومتونه داسې تګلارې جوړوي چې د پلاستیکو کارونه پرې راکمه کړي.
په برتانیا کې د اوبو د پلاستیکي بوتولونو د لږ کارېدنې لپاره لسګونه زره داسې وړیا بوتلونه ویشل شوي، چې بیا بیا کارېدلی او له اوبو ډکېدلی شي.
کمپنۍ وايي تمه لري په دې کار سره د چاپېریال د ککړتیا مخه ونیسي او د پلاستیکي بوتلونو خرڅلا هم راکم کړي.