"د هند پوځي چارواکو د پاکستان د اتومي وسلو له منځه وړلو ته چمتووالی ښودلی"

ډان:

ر د انځور حقوق Getty Images
Image caption هندي چارواکو پر پاکستان برید ته هم چمتووالی ښودلی.

پاکستان د هندوستان پرځای د امریکا پر لور نرمښت ښودلی شي تر عنوان لاندې پاکستانۍ ډان ورځپاڼه په یو مطلب کې لیکي پاکستان په یوه وخت کې د امریکا او هندوستان له خوا له ګواښونو سره مخامخ دی.

له یوې خوا امریکا ترې غواړي چې د ادعا له مخې په خپله خاوره کې د ترهګرو پټنځي له منځه یوسي.

بله خوا هندوستان د کشمېر د موضوع له امله پر پاکستان پوځي او سیاسي فشارونه ډېر کړي هغه هم په داسې حال چې پاکستان په کورني سیاست کې هم له لانجو سره مخامخ دی.

ورځپاڼه لیکي د هند له خوا ګواښ جدي دی، ځکه چې هندي پوځي چارواکو پر پاکستان برید ته چمتوالی ښودلی او د پاکستان د اتومي وسلو د له منځه وړولو ګواښ یې کړی دی.

خو په اوږده موده کې په پرتلیز ډول پر پاکستان د امریکا فشار محدود اغیز لرلی شي او د امریکا د تګلارې پایله چې هرڅه وي، امریکا او نور بهرنیان به یوه ورځ له افغانستانه وځي، او بیا به همدا پاکستان وي چې له افغانستان سره د ګډو وجهو له امله په دغه هېواد کې نفوذ ولري ځکه نو پاکستان ته پکار ده د هندوستان پرځای د امریکا په لور نرمښت وښايي.

ډان لیکي د هندوستان غوښتنې دایمې او ستراتیژیکې دي او د امریکا غوښتنه لنډمهاله او یوازې د افغانستان لپاره ده چې منل یې په اوږده موده کې د پاکستان په ګټه دي.

نیویارک ټایمز:

ډېری افغانان لوستل نه شي کولی خو د کتابونو کاروبار ښه روان دی؛ تر دې سرلیک لاندې د نیویارک ټایمز ورځپاڼه په یو مطلب کې لیکي

په ګڼو هېوادونو کې د کتابونو خپرندویان له ستونزو سره مخامخ دي، خو په افغانستان کې د کتابونو مارکیټ له تېرو دریو کلونو راهیسې ښه تود دی هغه هم په داسې حال کې چې په پنځو افغانانو کې یوازې دوه تنه یې لوستل کولی شي.

ورځپاڼه له څو افغان کتاب لوستوونکو سره د خبرو پر بنسټ لیکي ډېری کسان چې په دوامداره توګه په دې خاطر کتابونه لولي چې له تاوتریخوالي نه خپل پام واوړوي.

نیویارک ټایمز لیکي د کتابونو د خپرولو په برخه کې افغانان مخکښ دي او د بهرنیانو له مستقیمې سلا او مرستې پرته یې ترسره کوي.

ورځپاڼه په همدې مطلب کې افغانستان کې د وچو او تازه میوو په هکله لیکلي چې افغانستان ته وچه میوه له ایرانه او تازه له پاکستانه په داسې حال کې راځي چې افغانستان په خپله ښه پریمانه هم وچه او هم تازه میوه لري.

ګارډین:

لندن کې د چاپیدونکې ګارډین ورځپاڼه لیکي، وروسته له هغه چې د ټرمپ ادارې د نویو اتومي وسلو په هکله اسناد په ډاګه کړل او یوه جګ پوړي امریکايي پوځي چارواکي ګریګ ویور وویل چې امریکا او ناټو د روسیې د کوچنیو اتومي وسلو د دفاع لپاره په پراخه کچه اتومي غوراویو ته اړتیا لري پرون یکشنبه د ایران ولسمشر حسن روحاني امریکا تورنه کړه چې روسیه په نویو اتومي وسلو ګواښي.

ورځپاڼه لیکي د امریکا له خوا د اتومي وړتیاوو ډېرول هغه څه چې د څیړونکو له نظره د دوو پیاوړو قدرتونو ترمنځ د ناسمې محاسبې سبب کېدای شي.

ګارډین لیکي د ایران د بهرنیو چارو وزیر هم په یو ټویټ کې ویلي چې د امریکا سیاست بشریت نابودۍ ته نژدي کوي.

ګلف ټایمز:

په قطر کې چاپیدونکې ورځپاڼه ګلف ټایمز د قطر د بهرنیو چارو د وزیر له خولې په یو مطلب کې لیکي له امریکا سره د دغه هېواد راتلوونکي ستراتیژیک اړیکي هیله بښوونکي دي.

شیخ محمد ویلي د امریکا او قطر ترمنځ د وروستیو خبرو پایله هغو تورنو ته یو پیاوړی ځواب دی چې وايي قطر د ترهګرۍ ملاتړ کوي.

ګلف ټایمز لیکي امریکا منلې چې قطر له ترهګرۍ سره په مبارزه او اقتصادي ډګر کې د امریکا پياوړی متحد دی.