"پاکستان کېدای شی د امريکا پر لور نرمښت وښايي"

د انځور حقوق Getty Images
Image caption امريکا له پاکستان غواړي چې د ادعا له مخې په خپله خاوره کې د ترهګرو پټنځایونه له مینځه یوسي

ډان:

پاکستان کولای شي چې د هندوستان پرځای د امریکا پر لور نرمښت وښايي تر عنوان لاندې پاکستانۍ ډان ورځپاڼه په یو مطلب کې لیکي پاکستان په یوه وخت کې د امریکا او هندوستان له خوا له ګواښونو سره مخامخ دی.

امریکا ترې غواړي چې د ادعا له مخې په خپله خاوره کې د ترهګرو پټنځایونه له مینځه یوسي او بله خوا هندوستان د کشمېر د موضوع له امله پر پاکستان پوځي او سیاسي فشارونه ډېر کړي هغه هم په داسې حال کې چې پاکستان په کورني سیاست کې هم له لانجو سره مخامخ دی.

ورځپاڼه لیکي د هند له خوا ګواښ جدي دي، ځکه چې هندي پوځي چارواکو پر پاکستان برید ته چمتوالی ښوولی او د پاکستان د اتومي وسلو د له منځه وړولو ګواښ یې کړی دی.

خو په اوږدې مودې کې په پرتلیز ډول پر پاکستان د امریکا فشار محدود اغېز لرلي شي او د امریکا د تګلارې پایله چې هرڅه وي، امریکا او نور بهرنیان به یوه ورځ له افغانستانه وځي، او بیا به همدا پاکستان وي چې له افغانستان سره د ګډو وجهو له امله په دغه هېواد کې نفوذ ولري ځکه نو پاکستان ته پکار ده د هندوستان پرځای د امریکا په لور نرمښت وښايي.

ډان لیکي د هندوستان غوښتنې دایمې او ستراتیژیکې دي او د امریکا غوښتنه لنډمهاله او یوازې د افغانستان لپاره ده چې منل یې په اوږدې مودې کې د پاکستان په ګټه ده.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په افغانستان کې د کتابونو پلور ډېر شوی

نیویارک ټایمز:

ډېری افغانان لوستل نه شي کولای خو د کتابونو کاروبار ښه روان دی. تر دې سرلیک لاندې د نیویارک ټایمز ورځپاڼه په یو مطلب کې لیکي

په ګڼو هېوادونو کې د کتابونو خپرندویان له ستونزو سره مخامخ دي، خو په افغانستان کې د کتابونو مارکیټ له تېرو دریو کلونو راهیسې ښه تود دی هغه هم په داسې حال کې چې په پنځو افغانانو کې یوازې دوه تنه یې کولای شي چې لوستل وکړي.

ورځپاڼه له څو افغان کتاب لوستوونکو سره د خبرو پر بنسټ لیکي ډېری کسان چې په دوامداره توګه په دې خاطر کتابونه لولي چې له تاوتریخوالي نه خپل پام واوړوي.

نیویارک ټایمز لیکي د کتابونو د خپرولو په برخه کې افغانان مخکښ دي او د بهرنیانو له مستقیمې سلا او مرستې پرته یې ترسره کوي.

ورځپاڼه په همدې مطلب کې افغانستان کې د وچو او تازه میوو په هکله لیکلي چې افغانستان ته وچه میوه له ایرانه او تازه له پاکستانه په داسې حال کې راځي چې افغانستان په خپله ښه پریمانه هم وچه او هم تازه میوه لري.

ګارډین:

ایران امریکا تورنه کړه چې په بې شرمۍ یې روسیه په اتومي وسلو وګواښله. دا لندن کې د چاپیدونکې ګارډین ورځپاڼې د یوه مطلب سرلیک دی او لیکي، وروسته له هغه چې د ټرمپ ادارې د نویو اتومي وسلو په هکله اسناد په ډاګه کړل او یوه جګ پوړي امریکايي پوځي چارواکي ګریګ ویور وویل چې امریکا او ناټو د روسیې د کوچنیو اتومي وسلو د دفاع لپاره په پراخه کچه اتومي غوراویو ته اړتیا لري پرون یکشنبه د ایران ولسمشر حسن روحاني امریکا تورنه کړه چې روسیه په نویو اتومي وسلو ګواښي.

ورځپاڼه لیکي د امریکا له خوا د اتومي وړتیاوو ډېرول هغه څه چې د څیړونکو له نظره د دوو پیاوړو قدرتونو ترمنځ د ناسمې محاسبې سبب کېدای شي. ګارډین لیکي د ایران د بهرنیو چارو وزیر هم په یو ټویټ کې ویلي چې د امریکا سیاست بشریت نابودۍ ته نژدي کوي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ګارډين: ایران امریکا تورنه کړه چې په بې شرمۍ یې روسیه په اتومي وسلو وګواښله.

ګلف ټایمز:

په قطر کې چاپیدونکې ورځپاڼه ګلف ټایمز د قطر د بهرنیو چارو د وزیر له خولې په یو مطلب کې لیکي له امریکا سره د دغه هېواد راتلوونکې ستراتیژیکې اړیکې هیله بښوونکې دي.

شیخ محمد ویلي د امریکا او قطر ترمنځ د وروستیو خبرو پایله هغو تورنو ته یو پیاوړی ځواب دی چې وايي قطر د ترهګرۍ ملاتړ کوي. ګلف ټایمز لیکي امریکا منلې چې قطر له ترهګرۍ سره په مبارزه او اقتصادي ډګر کې د امریکا پياوړی متحد دی.