پاکستان کې د بېلابېلو قومونو او مذهبونو ژوند د انځور په ژبه

پاکستان کې د بېلابېلو قومونو او مذهبونو ژوند د انځور په ژبه

په دې وروستیو کې د یو پاکستاني عکاس یا انځور اخيستونکي هغه کتاب خپور شوی چې پاکستان کې يې د مېشتو بېلابېلو توکمونو او مذهبونو د ژوند انځورونه په کې ځای کړي دي. د مبین انصاري دا کتاب چې وايټ اېن دا فلاګ، يا بيرغ کې سپين نومي، له ۱۲۰ ډېر انځورونه په کې خپاره شوي دي. مبین په غوږونو نه اوري، او وایي دا انځورونه یې د زړه غږ دی او دا یې د خپل شخصیت او فکر بیانولو یو ښه لاره بللې ده.