ټایوان کې د زلزلې له امله خلک نړېدلو ودانیو کې ایسار دي

ر د انځور حقوق EPA
Image caption د زلزلې له امله زیانمه شوې وداني.

د ټایوان په هوالین ښار کې ۶،۴ ریختر درجې زلزلې ودانۍ نړولې چې له امله یې دوه کسان وژل شوي، دوه سوه ټپیان دي او په لسګونو خلک ورانو ودانیو کې ایسار دي.

خواله رسنیو کې خپاره شوي انځورونه ښيي چې سړکونه او ودانۍ ډېرې زیانمنې شوې دي.

زلزله د چهارشنبې په شپه ځايي وخت ۲۳:۵۰ بجې شوې ده.

ژغورونکو تراوسه ۱۵۰ کسان له ورانو شویو هوټلونو او استوګنځیو اېستلي دي.

د ۴۰ زره کورونو اوبه پرچاو شوې دي او پلونه تړلي دي.

* "زلزلې له جنسي تېري وژغورلم"

* په زلزله کې باید څه وکړو او څه ونه کړو؟

دا ښار نژدې یو لک اوسېدونکي لري او د سیلانیانو ګڼه ګوڼه هم پکې وي.

له هوالین ۱۶۰ کیلومتره لرې د تایوان پلازمېنه تایپه کې هم خلکو د زلزلې جټکې حس کړې دي.

له زلزلې وروسته ټکانونو مرستندویه هڅې له ستونزو سره مخ کړې دي.

تېرو څو ورځو کې په هوالین ټاپو کې د زلزلې لسګونه ټکانونه شوي دي.

ژغورونکي له یوه هوټل د مساپرو د اېستلو هڅه کوي.

د ټایوان د پولیسو ویاند بي بي سي ته ویلي چې سرتېري هم له ژغورونکو سره په ګډه زیانمنو سیمو ته رسېدلي دي.

چارواکي دا هم وايي، چې د مارشال هوټل له ټیټو پوړونو یې ۳۰ کسان اېستلي دي.

د دې لس پوړي هوټل لاندي پوړونه کېناستلي او له امله یې ځینې کسان په تل کې ایسار دي.

امنیتي ځواکونه هڅه کوي د دېوالونو په سوري کولو سره دا کسان وژغوري.

دوه کاله مخکې هم په تایوان کې زلزلې ۱۱۷ کسان ووژل او څو ودانۍ یې ورانې کړې.

پر ۱۹۹۹ کال ۷،۶ ریختر درجې زلزله د دوه زره درې سوه کسانو د مړینې سبب شوه.

د انځور حقوق kulas_tw
Image caption د مارشال هوټل لاندې پوړونه ناست دي.

اړونده مطالب

ورته مطالب