"پاکستان کې اوږدمهال ځورېدلي پښتانه خپل غږ اوچتوي"

د انځور حقوق FB
Image caption څو ورځې کېږي چې پښتانه اسلام اباد کې مظاهرې کوي.

نیو یارک ټایمز ورځپاڼه په اسلام اباد کې د زرګونو پښتنو د اعتراض او احتجا ج په اړه لیکي په کراچۍ کې د نقیب الله مسید وژنه د هغو ځورونو او وژنو ورستۍ پېښه ده چې په پاکستان کې د پښتنو پر ضد تر سره کېږي.

خو د ورځپاڼې په وینا دا ځل پښتانه غلي نه کېناستل او له قبایلي سیمو هغو ځوانانو د لوی لاریون تابیا وکړه چې د ډېر مهال لپاره ځورېدلي، کړیدلي او امنیتي ځواکونو تښتولي او وژلي دي.

ورځپاڼه لیکي چې تېره اونۍ د خواله رسنیو له لارې ځوانو پښتنو په اسلام اباد کې لوی لاریون وکړ او کمه ترکمه ۵ زره پښتانه د اومې ورځې لپاره راټول شوي او خپل حقونه غواړي، چې سیاسي مهمو ګوندونو هم ترې ملاتړ اعلان کړی دی.

ورځپاڼه په پيښور کې د کارپوه رحیم الله یوسفزي له خولې لیکي چې دا ډول لاریون د کلونو په اوږدو کې چې پښتنو دې کړی وي نه دی لیدل شوی او دا څرګندوي چې دوی له دولت څومره تنګ دي.

ورځپاڼه زیاتوي، د سپتمبر تر یوولسمې وروسته قبایلي سیمې شمالي او جنوبي وزیرستان د ترهګرۍ سره د مبارزې په لومړۍ کرښه واوښتې ځکه القاعده او نورو اورپکو اسلامي ډلو هلته پناه واخیسته.

د نیویارک ټایمز په لیکنه د قبایلو پښتانه د دواړو خواوو له خوا وځپل شول، هم د اورپکو بریدونه پرې کېدل او هم د کراچۍ په څېر په نورو ښارونو کې امنیتي ځواکونو ځورول چې بیلګه یې په کراچۍ کې د نقیب ا لله مسید وژنه ده.

واشنګټن پوسټ:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption بي دوه پنځوس الوتکو دا مهال د افغانستان په شمال پام ور ټول کړی دی.

دا ورځپاڼه یوې مقالې ته دا عنوان ورکوي، په افغانستان کې د هوايي جګړې نوې څپې.

ورځپاڼه زیاتوي امریکا په لږ مشهوره اورپکې ډله هوايی ګوزار کړی دی.

ورځپاڼه د امریکايي چارواکو له خولې لیکي چې پوځيانو په بدخشان کې داسې ډله په نښه کړې چې په چین کې ريښې لري او له طالبانو سره ملګرتیا کوي.

دا د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ دی چې د چین د سینکیانګ سیمه کې په ۲۰۰۲م کال کې جوړ شو او امریکایان وايي له القاعدې سره یې تړاو درلود.

د واشنګټن پوسټ په لیکنه دا هوايي بریدونه د ولسمشر ټرمپ د ستراتيژۍ برخه ده چې په تېر اګست کې یې د افغانستان په اړه اعلان کړه.

ورځپاڼه لیکي چې ښاغلي ټرمپ په افغانستان کې خپلو کوماندانانو ته واک ورکړی چې شاوخوا ۱۵ زره امریکايي سرتیري د طالبانو مورچلې بمبار کړي او په پای کې طالبان له افغان حکومت سره خبرو ته اړشي.

ورځپاڼه په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د عمومي کوماندان جان نیکلسن له خولې لیکي چې وايي په افغانستان کې به د طالبانو او نورو ترهګرو بریدونو ته پټنځي نه وي او دوی به هېچېري پټ نه شي.

پاکستان ټوډې:

پاکستان د افغانستان په اړه ستراتيژي لري کنه؟

ورځپاڼه بله پوښتنه کوي او لیکي چې پر پاکستان فشار به کار وکړي؟ د یوې ځايي ورځپاڼې د رپوټ له مخې یوه لوړ پوړي امریکايي جنرال اسلام اباد ته ډاډ ورکړی امریکا پلان نه لري د پاکستان د ننه پوځي عملیات وکړي.

دا رپوټ تر هغه وروسته راځي چې ډونلډ ټرمپ خپلو کوماندانانو ته ویلي وو چې په افغانستان او پاکستان دواړو کې د ترهګرو پر ضد عملیات وکړي.

د ورځپاڼې په لیکنه امریکا پر پاکستان فشار راوړي چې په افغانستان کې له حالاتو سره مرسته وکړي او طالبانو ته پناه ورنه کړي خو پاکستان بیا هم مقاومت کوي.

د ورځپاڼې په لیکنه امریکا له پاکستان داسې چلند غواړي چې په افغانستان کې د دوی د تګلارې په ګټه وي.

ورځپاڼه لیکي چې پاکستان هم په خپله خاوره کې له اورپکو سره جنګېږي په یو مهال په څو جبهو کې نشي جنګېدلی.

ورځپاڼه زیاتوي په افغانستان کې د امریکا، د افغانستان، او نورو ګټې توپیر سره لري او ښايي په اسانۍ د هر چا ګټې تر لاسه نه شي.