مشهور میلیاردر د ناقانونه ښکار د جرم په تور نیول شوی

کارناسوتا د انځور حقوق EPA
Image caption ۶۳ کلن کارناسوتا د یوه لوی تایلنډي - ایټالیايي ودانیز شرکت مشر دی.

د تایلنډ پولیسو د دغه هېواد د یوه لوی ودانیز شرکت مشر او میلیاردر پریمچای کارناسوتا د ناقانونه ښکار د جرم په تور نیولی دی.

پولیسو د تورن انځورونه خپاره کړي چې دغه مشهور میلیاردر په کې د ښکاري ټوپک او د یوه تور پړانګ پوستکي مخې ته لیدل کېږي.

پولیسو درې نور کسان هم له ښکاري ټوپکو او ۱۴۳ مرمیو سره د سونګایای ملي پارک په سیمه کې نیولي، چې هلته ښکار پکې بند دی.

په تایلنډ کې د وحشي ژوو ملاتړو ډلو د پولیسو دا ګام ستایلی دی.

۶۳ کلن کارناسوتا د یوه لوی تایلنډي - ایټالیايي ودانیز شرکت مشر دی.

دغه شرکت د بنکاک سوارنابومي هوايي ډګر او د پلازمېنې هوايي اورګاډي لویو پروژو جوړولو کې ونډه لرله.

د پړانګ ژغورنې تصویر لپاره جایزه

محکمې ولې د پړانګ وژلو امر تایید کړ؟

فراه کې پړانګ د ازادېدو پرمهال یو کس ټپی کړ

دغه مشهور میلیاردر او درې نور تورن کسان - چې غالباً یو د تایلنډ، بل د ایټالیا دی- د سې شنبې په ورځ خوشي شوي دي.

د فرانسې خبري اژانس د رپوټ پربنسټ، د تایلنډ ځنګل ساتنې بنسټ ویلي، دغه میلیاردر باید د ناقانونه ښکار ځواب ووايي.

د انځور حقوق AFP
Image caption سونګایای ملي پارک د تور پړانګ په څېر د کمیابه حیواناتو د ساتلو په خاطر د ښکار لپاره ممنوعه سیمه ګرځول شوې

اړونده مطالب

ورته مطالب