د امریکا سنا مجلس غړي افغانستان کې پر لګښت اندېښمن دي

سنا مجلس د انځور حقوق Getty Images
Image caption دواړه ډیموکراتان او جمهوريپال سناتوران په افغانستان کې د دوامداره لگښتونو په اړه اندېښمن دي.

په داسې حال کې چې لا یې هم جګړې ته د پای نښې نه ښکاري، افغانستان کې روانه جگړه متحدو ايالاتونو ته د کال ٤٥ ميليارده ډالر تمامېږي.

اسوشيېټډ پرېس خبري اژانس رپوټ ورکوي چې د امریکا د مشرانو جرگې د بهرنيو اړيکو کميټې د ټرمپ اداره د پوښتونو لپاره ورغوښتې وه، او د اسيا لپاره د متحده ايالاتونو د دفاع وزارت لوړ پوړي چارواکي رنډال شريور ويلي، د افغانستان روانه جگړه ورته د کال ٤٥ ميليارده ډالره تمامېږي.

په دې کې پنځه ميليارده يې د افغان وسله وال ځواک لگښت راځي، ١٣ ميليارده د امريکايي سرتېرو او څه باندې ٢٥ ميليارده نورې يې په لوژستیکي چارو لگول کېږي. همدا راز له دغو پيسو ٧٨٠ ميلیونه يې اقتصادي مرستو ته بېلې شوې دي.

په افغانستان کې د امريکايي سرتېرو لگښت د ٢٠١٠ او د ٢٠١٢ کلونو تر منځ تر نورو کلونو خورا زيات و، ځکه په دغه موده کې سل زره امريکايي سر تېري په افغانستان کې ميشت ول او کلنى لگښت يې هم تر سل ميليارده ډالرو اوښت.

اوس په افغانستان کې ١٦٠٠٠ امریکايي سرتېري دي چې ډېری یې د افغان وسله وال ځواک په روزنه بوخت دي او د اړتيا په وخت کې ورسره هوايي مرسته کوي.

دواړه ډیموکراتان او جمهوريپال سناتوران په افغانستان کې د دوامداره لگښتونو په اړه اندېښمن دي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په افغانستان کې د امريکايي سرتېرو لگښت د ٢٠١٠ او د ٢٠١٢ کلونو تر منځ تر نورو کلونو خورا زيات و.

شپږ مياشتې وړاندې ولسمشرټرمپ په خپله گټه د جگړې د اړولو په هکله ستراتيژي په ډاگه کړه، خو ویې نه ويل چې تر کله به امريکايي سرتېرې د افغانستان په جگړه کې ښکېل وي. ده په افغانستان د سرتېرو د پاتې کېدو موده، شرايطو پورې تړلې وه.

د واکمن جمهوريپال گوند يوه سناتور راند پال ويلي، د افغانستان په جگړې کې د امريکايي ماليه ورکوونکو په ميلياردونو ډالره ولگېدل، خو ستونزې لا هماغسې پر ځاى دي او د حل تمه يې هم نه کېږي.

د دې ترڅنګ يوه ډيموکرات سناتور ويلي، دغه پېسې چې د افغانستان په جگړې کې کارول کېږي ښه به دا وه چې دلته په امريکا کې پر هغو امريکايانو مصرف شوې واي چې هغوی له نشه يى توکو اغېزمن شوي دي.

دغه سناتور فساد، غير فعاله حکومتولي او ځينو نورو ستونزو ته چې په افغان حکومت کې موجودې دي اشاره کړې او ویلې دي، چې د دغه حالت په کتو د متحده ايالاتونو هغه ډاډ چې طالبان به د زور له لارې ماتوي ډېر عملي نه برېښي.