ورځ کې ۱۰ دقیقې بنډار د عقل زوال مخه نیولی شي

ورځ کې لس دقیقې بنډار د عقلي زوال مخه نیولی شي د انځور حقوق Getty Images

په برتانیا کې ترسره شوې یوه نوې څېړنه ښيي، که د پاخه عمر له کسانو سره د ورځې د لسو دقیقو لپاره د هغوی د ژوند، شوقونو او کورنۍ په اړه خبرې وشي، په دوی کې د عقل د زوال مخه نیول کېدای شي او پر رواني روغتیا یې مثبت اغېز کوي.

دې څېړنې نهه میاشتې وخت نیولی او د انګلستان په ۶۹ بېلابېلو مرستونونو کې استوګنو د پاخه عمر لرونکو ۸۰۰ کسانو پکې برخه اخیستې.

په څېړنه کې راغلي چې له دې کسانو سره یو په یو کښېناستل او بنډار ورسره کول، په دوی کې د غوسې او ذهني نارامۍ مخه نیسي.

څېړونکو د پاخه عمر کسانو لپاره ځانګړو شویو مرستونونو ته هم سپارښتنه کړې چې دا خلک یوازیتوب ته پرېنږدي، او داسې کسان یې په سمبالنه درملنه وګوماري چې په ورځ کې لږ تر لږه لس دقیقې له دوی سره کښېني او بنډار ورسره وکړي.

په دې څېړنه کې د شاملو مرستونونو کار کوونکو ته ځانګړې روزنه ورکړل شوې وه.

دوی د پاخه عمر له کسانو سره د هغوی د شوقونو، کورني ژوند، زدکړو او مهارتونو په اړه خبرې کولې. له دې کسانو دا پوښتنه هم کېده چې د مرستون له خدماتو خوښ دي او که نه.

سګرټ د انسان په حافظه اغېز کوي

د عقلي زوال يا حافظې کمزورتيا د مخنيوي لارې چارې

د مرستون کارکوونکو همدا رنګه له دې کسانو سره د لوبو، موسیقۍ، هنر، سفر او نورو لېوالتیاو په اړه بنډار کاوه.

له پایلو جوته شوې چې د ۹ میاشتو په دې موده کې په څېړنه کې د شریکو کسانو د ژوند په کیفیت او رواني وضعیت کې د پام وړ ښه والی راغلی.

د دې څېړنې مشر او د اېکسټر پوهنتون د طب پوهنځي پروفیسور کلایو بالارډ وایي، خلک ډېری وخت د حافظې د زوال په اړه ډېر ناهیلي وي او فکر کوي چې هېڅ درملنه یې نشي کېدلی.

خو حقیقت دا دی چې سمه پالنه، درملنه او مناسبه رواني مرسته کولی شي د هغو کسانو د ژوند کیفیت او رواني وضعیت ډېر ښه کړي چې د حافظې په زوال اخته دي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption له پایلو جوته شوې چې د ۹ میاشتو په دې موده کې په څېړنه کې د شریکو کسانو د ژوند په کیفیت او رواني وضعیت کې د پام وړ ښه والی راغلی.

نوموړی زیاتوي، د انګلستان په ډېرو مرستونونو کې د پاخه عمر له خلکو سره په ورځ کې یوازې دوه یا درې دقیقي خبرې کېږي. دوی له هېچا سره راشه درشه نه لري او له ټولنې سره یې اړیکه بیخي پرې شوې وي.

نوموړی ټینګار کوي چې په مرستونونو کې د ساعتېرۍ او تفریح لپاره د اړینو اسانتیاو ترڅنګ، دا هم خورا مهمه ده چې د حافظې په زوال اخته کسانو سره خبرې او بنډار وشي.

اړونده مطالب