هغه بریالۍ ښځې چې نړۍ یې بدله کړې

د انځور حقوق Various

په بریتانیا کې ښځو ۱۰۰ کاله وړاندې د رایې ورکولو حق ترلاسه کړ. د دغه حق ترلاسه کولو لپاره ښځو ډېره مبارزه کړې او په نړۍ کې یې ځانته تاریخ پرېښی.

جین اسټین: ۱۷۷۵-۱۸۱۷

د انځور حقوق Getty Images

راځئ چې له یوه ادبي شخصیت یې پیل کړو، چا چې په نسبتاً لنډ ژوند کې د بریتانیا په کلتور خپل ډېر اغېز پرېښی، نوموړې په۴۱ کلنۍ مړه شوې.

جين اسټین چې کله ځوانه وه په لیکلو یې پیل وکړ او د شپږو ناولونو په ليکلو کې يې ښکاره کړه چې د ۱۷۰۰ وروستیو او د۱۸۰۰ کلونو پیل کې یې ژوند څنګه و.

نوموړې شپږ ناولونه لیکلي چې څلور یې د څلورو کلونو په اوږدو کې یو پر بل پسې خپاره شول او دوه نور ناولونه يې له مړینې وروسته خپاره شول. دا ناولونه په نړۍ کې ډېر مینه وال لري. د هغې وروستی ناول لا نه و بشپړ شوی چې نوموړې مړه شوه او نابشپړ ترې پاتې شو.

کله چې هغه ژوندۍ وه، ډېرو خلکو د لیکوالې په ټوګه نه پېژانده، ددې لپاره چې لایې ناولونه نه وو خپاره شوي، خو له مرګ وروسته ډېرو وپېژندله.

اوس د هغې له مړینې ۲۰۰ کاله تېر دي او په میلیونونه کسان یې هره ورځ ناولونه په جېب کې ګرځوي.

فلورنس نایټنګل: ۱۸۲۰-۱۹۱۰

د انځور حقوق Getty Images

فلورنس نایټنګل یوه ریښتونې اتله وه چې خپل ژوند یې نورو ته د مرستې لپاره وقف کړی و، فلورنس په ۱۸۲۰ کال کې په ایټالیا کې نړۍ ته راغلې وه، هغه څه چې له هغې تمه کېده د یوې نرسې په توګه جګړې ته لاړه، هغه د فلورانس په یوې مالداره کورنۍ کې زیږېدلې وه او ددې لپاره چې کورنۍ یې نوموړې دندې ته نه پرېښوده چې په جګړه کې له بریتانیوي سرتېرو ساتنه وکړي.

هغې لندن ته یو لیک ولېږه چې هغه د سرتېرو د ساتنې او مراقبت په برخه کې په کار وګماري، دا لومړی ځل و چې ښځو ته په پوځي ځواک کې د کار کولو اجازه ورکړل شوه.

هلته شرایط ډېر ګواښونکي وو، د بېلګې په توګه د خوب تختونو کموالی، هرڅه خیرن وو، لوښو بسنه نه کوله او موږکانو هم ډېر ځایونه نیولي وو.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption هغې ټوله شپه روغتون کې تېره کړه تر څو ډاډمنه شي چې سرتېري خوندي او ارام دي، د همدې لپاره نوموړې د څراغ لرونکې یا روښنایي بښونکې مېرمنې په توګه پېژندل شوې، ملکې ویکتوریا په یو لیک کې له نوموړې ډېره مننه وکړه او هغه یې د اتلې نوم ورکړ.

کله چې هغې په ۱۸۵۴ کال کې د لومړي ځل لپاره پوځي ځواک ته له سرتېرو د ساتنې په موخه ننوته، پوځي ډاکټرانو له نوموړې سره هېڅ کار نه درلود، هغې ډېر ژر خپل کار وکړ او لومړی يې د پوځي روغتون په پاکولوشروع وکړه.

هغې ټوله شپه روغتون کې تېره کړه تر څو ډاډمنه شي چې سرتېري خوندي او ارام دي، د همدې لپاره نوموړې د څراغ لرونکې یا روښنایي بښونکې مېرمنې په توګه پېژندل شوې، ملکې ویکتوریا په یو لیک کې له نوموړې ډېره مننه وکړه او هغه یې د اتلې نوم ورکړ.

فلورنس نایټنګل په جګړه کې د سرتېرو ساتنې ته په بشپړه توګه بدلون ورکړ او په نړیواله کچه یې په دې برخه کې کار وکړ، په همدې اساس د خلکو ترمنځ نه هېرېدونکې ښځه ده.

ایمیلین پنخورسټ: ۱۸۵۸-۱۹۲۸

د انځور حقوق Getty Images

ایمیلین پنخورسټ د سوفراګسټو ښځو په نوم د ډلې بنسټګره غړې وه چې په ډېرې مېړانې یې

د بریتانیا په ټاکنو کې د ښځو د ونډې لپاره مبارزه وکړه.

هغې ددې کار لپاره له بېلابېلو لارو چارو ګټه واخیسته او یو ځل زنداني شوې هم وه، کله چې لومړۍ نړیواله جګره پیل شوه، نوموړې ټینګار کاوه چې د جګړي لپاره مرسته وکړي او خلک یې دې کار ته اړ کړل.

په داسې حال کې چې سړیو جګړه کوله ډېرو ښځو لکه ایمیلین کار کاوه. هغې په ډاګه کړه چې ښځې په ټولنه کې ډېر اغېز لري او په همدې اساس د رایې ورکولو حق لري.

په ۱۹۱۸ کال کې داسې قانون تصویب شو چې ښځو ته یې هم د رایې ورکولو اجازه ورکړه. دا یو لوی ګام و د ښځو او نرانو د برابرۍ په برخه کې او ډېرو وویل چې موږ له ټولې ډلې په ځانګړې توګه له ایمیلین مننه کوو.

ماري کیوري: ۱۸۶۷-۱۹۳۴

د انځور حقوق PA

ماري کیوري د خپل وخت تر ټولو مشهوره نامتو پوهانده وه، نوموړې د پولنډ په وارسا ښار کې زیږېدلې ده او بیا وروسته فرانسي ته تللې او هلته یې داسې څه کشف کړي چې نړۍ يې بدله کړې ده.

په فرانسه کې هغه له خپل مېړه سره ولیدل، مېړه یې پېیر نومېده او نوموړی هم پوهاند و، هغوی په ګډه کار وکړ او ډیر کشفیات یې ترلاسه کړل ترڅو چې په ۱۹۰۳ کال کې د نوبل جایزه وګټله. دې بسنه نه کوله نوموړې په ۱۹۱۱ کال کې بیا هم د نوبل جایزه ترلاسه کړه، هغه په تاریخ کې لومړنۍ ښځه ده چې د نوبل جایزه یې ګټلې.

کیوري ته دا جایزې د دې لپاره ورکړل شوې چې نوموړې د رادیو اکټیف په نوم عنصر کشف کړی، دغه عنصر په روغتونونو کې د یوې حیاتي مادې په توګه کارول کیږي، هغې د لومړۍ نړیوالي جګړې په اوږدو کې وکولای شول رادیوترافي کشف کړي چې د ځینو مشخصو ناروغیو په درملنه کې ګټه ترې اخیستل کېږي.

په دې اساس که چیرې مو تر اوسه په روغتونونو کې د ایکس رې پیدا کړي وي نو باید له نوموړې مننه وکړئ.

کوکو چینل: ۱۸۸۳-۱۹۷۱

د انځور حقوق Getty Images

کوکو چینل یو له هغو ښځو څخه ده چې له ساینس نه د موډ او فېشن نړۍ ننوته او بدلون یې ورکړ.

نوموړې په فرانسه کې زیږېدلې. هغې خپل لومړنی پلورنځی د ۱۹۰۰ کلونو په لومړیو کې پرانیست، هغې د خولۍ له سکښته پیل وکړ او ډېر ژر یې پام کالیو ته واړاوه، په ۱۹۲۰ کلونو کې یې لومړني عطر بازار ته وړاندې کړل.

نوموړې د موډ او فېشن په برخه کې ډېر کار کړی. که چېرې مو د ال بي ډي نوم اورېدلی وي نو باید له نوموړی مننه وکړئ، هغې د موډ او فېشن په برخه کې نورو ته لار پرانیسته او اوس د هغې مارک په نړۍ کې نوم لري، سل کاله وروسته اوس هم د هغې په لاس سکښت شوي کالي، خولۍ، عطر، لاسي کڅوړې او ساعتونه په ټوله نړۍ کې په لوړه بیه پلورل کېږي.

شایل تر اوسه هم د نړی مشهور عطر دي.

کترین هیپبورن: ۱۹۰۷-۲۰۰۳

د انځور حقوق Getty Images

نوموړې هم مشهوره موډله وه، خو هغه څه چې دا له نورو بېلوي دا دي چې هغې د موډ او فېشن په نړۍ کې فکر ته تغیر ورکړ او خلکو پرې نیوکه وکړه د دې لپاره چې هغه ښځه وه، د دې کار د ترسره کولو یوه لار دا وه چې ښځې څه ډول کالي واغوندي.

په ۱۹۳۰ او ۱۹۴۰ تمو کلونو کې د هالیووډ اداکارانو د هغې په سکښت جوړې شوې جامې واغوستې، لمنې یې ډیرې مشهورې وې، خو د کترین خوښېدل چې شلوار واغوندي.

هغه یوه خپلواکه ښځه وه، نوموړې د خپل ژوند مسلکي چارې په خپل لاس کې واخیستې، هغه څه چې په هغه وخت کې ښځو ته ناشونې وه، هغې یو ځل وویل زه د پام وړ ژوند لرم، خو د خپل مور او پلار په پرتله ډېره ستړې کوونکې یم، خو دا هغه څه دي چې میلیونونه خلک يې نه مني.

مادر تېرېزا: ۱۹۱۰-۱۹۹۷

په ۲۰۱۶ کال کې مادر تېرېزا د دودیزې ښځې په توګه ونومول شوه، هغه په رښتیا هم د دې نوم وړ ده ځکه نوموړې په ۱۲ کلنۍ کې رومي کاتولیکه وه، هغې پرېکړه وکړه چې، د مسیحي دین د خپرېدو او د خلکو ته د مرستې لپاره هند ته ولاړه شي او نوموړې دا کار وکړ.

په ۱۹۲۹ کال کې یې هند ته سفر وکړ او خپل ژوند یې خوارو خلکو ته ځانګړی کړی و، په ځانګړې توګه په کلکته کې د هغې کار د خدای کار په نوم وستایل شه، هغې د خیریه ټولنې بنسټ کېښود چې اوس د نړی د ۹۰ هېوادونو خلک د هغې په قدم پل ږدي.

نوموړې د خپل کار په پایله کې په ۱۹۷۹ کال کې د نوبل جایزه ترلاسه کړه.

مارګرېت ټاچر: ۱۹۲۵-۲۰۱۳

مارګرېت ټاچر د بریتانیا معاصرې سیاسي څېرې ته بدلون ورکړ.

نوموړې خپل سیاسي کار د اکسفورډ پوهنتون کې پیل کړ او هلته د محافظه کار ګوند د ټولنې مشره وه، نوموړې دوه ځلې د بریتانیا پارلمان کې ځان کاندید کړ او دوه ځلې یې په خپلو سیالانو زړه وخوږاوه.

په ۱۹۵۹ کال کې یې د فینچلي د پارلمان غړیتوب ترلاسه کړ او مارګاریت د پارلمان غړې شوه.

هغه په ۱۹۷۹ کال کې د محافظه کاره ګوند د مشرې په ټوګه وټاکل شوه او له هغه په راوروسته کال کې د بریتانیا لومړۍ وزیره شوه.

هغه د اوسپنې مېرمنې په نوم مشهوره وه، نوموړې په ۱۹۹۰ کال کې مجبوره شوه چې خپله دنده پرېږدي. هغه ۲۱ پېړۍ کې په بریتانیا کې تر ټولو ډېره موده پاتې شوې لومړۍ وزیره ده. د نورو سیاسي څېرو په شان د چا خوښه او د چا نه وه خوښه، ډېرو داسې فکر کاوه چې بریتانیا کې یې اقتصادي ستونزې له منځه وړي، خو نورو فکر کاوه چې د میلیونونو کارګرانو ژوند یې خراب کړی دی.

نوموړې د بریتانیا پر سیاست ډېره اغېز لرونکې مېرمن وه.

ملکه الیزابیت II : ۱۹۲۶- تر اوسه

د انځور حقوق PA

نوموړې د ۶۶ کالو راهيسې ملکه ده او نوموړې د نړۍ تر ټولو د ډېر عمر لرونکې مشره ده.

هغه ۲۵ کلنه وه چې پلار یې مړ شو او تخت یې هغې ته وسپارل شو.

ملکه یوه ډېره بوخته ښځه ده، نوموړې ته ډیرې مهمې دندې ورله غاړې دي، نوموړې د بریتانیا د کلیسا مشره او د وسله والو ځواکونو مشره ده.

نوموړې په رښتیا هم د بریتانیا د سلطنت تاریخ خپل کړی دی.

هېلیري کلنټن: ۱۹۴۷- تراوسه

د انځور حقوق AFP/Getty Images

هغه مېرمن چې تاسو یې نوم په دې وروستیو کلونو کې ډېر اورئ.

دا په دې معنی ده چې د ۲۰۱۶ کال په جنوري میاشت کې یې ځانته تاریخ جوړ کړ، نوموړې لومړنۍ ښځه وه چې د امریکا په ټاکنو کې یې ځان نوماند کړ، په هغه وخت کې د امریکا ولسمشر بارک اوباما وه، که څه هم نوموړې بریالۍ نه شوه، خو بیا یې هم د نړۍ ډېرو ښځو او نجونو ته د ځان نوماندې فکر ورکړ.

په ۲۰۱۷ کال کې هغې وویل، بیا نه غواړي خپل کار ته ادامه ورکړي، خو بیا به هم هغو ته کار کوي چې له نوموړې ملاتړ کوي، چې دا په دې معنی ده په راتلونکې کې به هم د دې لپاره چې په دولت کې پاتې شي کار کوي.

اوپرا وینفري: ۱۹۵۴- تر اوسه

د انځور حقوق Reuters

داسې ښځې ډېړې کمې پیدا کېږي، نوموړې لومړنۍ میرمن ده چې ټلویزیون کې یې کار کړی، په ۱۹ کلنۍ کې د امریکا په ناشوېل ښار کې په ټلویزیون کې خبرونه وویل.

هغه اوس په نړۍ کې نامتو او پیژندل شوې ټلویزیوني مرکه کوونکې ده.

په ۱۹۸۶ کال کې په اوپراوینفري نندارې باندې مشهوره شوه او ۲۵ کاله مخکې یې خپل کار په خپل ټلویزیون یعنې اوپرا وینفري کې پیل کړ.

د دې تر څنګ نومړې ځینې خیریه کارونه هم کړي، دوه خیریه بنسټونه یې جوړ کړي او خپلې میلیونونونه پیسې یې خیرات کړي دي او ډېرو ویلي دي چې هغه باید د امریکا د جایزو په مراسمو کې د امریکا ولسمشر اداره کړي، ایا هغه به دا کار وکړي؟ یوازې اوپرا پوهیږي.

جي کا رولینګ: ۱۹۶۵- تراوسه

د انځور حقوق Getty Images

ښایي دا ونشو ویلای چې نوموړې نړۍ ته بدلون ورکړی.

د نوموړې کتابونو هغه د نړۍ په ادبیاتو کې د پېژندل شوو او محبوبو ښځو په ډله کې درولې ده.

نوموړې ډېر اغېزمن کتابونه لیکلي.

او اوس هغه د هالیووډ د سینما فلمونو ته هم لیکنې کوي.

ښایي دا لومړنۍ میلیاردره لیکواله وي.

نوموړې په تاریخ کې خلاص زخم او لوڅه برېښنا ده.

جیسیکا اینیس: ۱۹۸۶- تراوسه

د انځور حقوق Reuters

نوموړې سپورتي ستورې ده چې د ۲۰۱۲ کال د اولمپیک په سیالیو کې یې میلیونونو خلکو ته الهام وربښلی.

جیسیکا د اولمپیک په سیالیو کې د اصلي لوبغاړې په نوم یاده شوې ده.

هغې د اولمپیک په سیالیو کې د سرو او سپینو زرو ډېر مډالونه ګټلي دي، څو اونۍ مخکې یې هم د سروزرو مډال تر لاسه کړ.

خو له هغه وروسته یې له ورزش سره خپلې اړیکې پرې کړې.

ملاله یوسفزۍ: ۱۹۹۷- تر اوسه

د انځور حقوق Getty Images

ملاله د نړۍ تر ټولو ځوانه زدکوونکې ده.

نوموړې د هغو ۱۱ ځوانو ښځو ډلو کې راځي چې د پاکستان په شمال لوېدیځې سخت دریځې ټولنه کې چېرته چې د طالبانو ډله ده، فعالې دي.

هغې د خپل ژوند په یادښتونو کې وویل، څنګه او ولې یې غوښتل له طالبانو د نجونو د زده کړې حق وغواړي، خلکو د نړۍ په ګوټ ګوټ کې دغه یادښتونه ولوستل، نوموړې د زدکړې د حق په غوښتلو مشهوره شوې وه، خو د طالبانو له دغه کار سره کلک مخالفت وښود.

تر هغه چې په ۲۰۱۲ کال کې طالبانو پرې برید وکړ، طالبانو غوښتل چې هغه ووژني خو هغه ژوندۍ پاتې شوه، له دې زړه بوږنوونکې پېښې وروسته یې مینه وال لاډېر شول او د میلینونو کسانو ملاتړ یې ترلاسه کړ.

هغې په ۱۴ کلنۍ کې د نوبل جایزه ترلاسه کړه، چې نوموړې تر ټولو ځوانه نوبل لرونکې نجلۍ ده.

اړونده مطالب

ورته مطالب