ښځې پر مېړه تور پورې کړی، چې پښتورګی یې ورنه غلا کړی

عملیات د انځور حقوق Getty Images

د یوې هندۍ ناوې مېړه او لېور له هغه وروسته نیول شوي، چې دغې ښځې ادعا کړې، پښتورګی یې ترې غلا کړی دی. د ځايي رسنیو رپوټونو کې ویل شوي، دغه ښځه وايي، جهیز یا له ناوې سره د پلار له کوره لږ برخه راغلې وه، ځکه یې خسرګنۍ ترې یو پښتورګی غلا کړی دی.

رپوټونه وايي، دوه کاله مخکې دغې ښځې د معدې درد شکایت کاوه او مېړه یې په همدې پلمه د جراحۍ عملیاتو لپاره روغتون ته بیولې وه. ۲۰۱۷ کال کې له نورو طبي معایناتو معلومه شوه، چې له بدنه یې یو پښتورګی ایستل شوی دی.

دغه ښځه وايي مېړه یې پرلپسې د جهیز غوښتنه کوله. جهیز معمولاً په هند کې د ولور په توګه دود دی، خو معمولاً د نجلۍ د کورنۍ له لوري د زوم کورنۍ ته ورکول کېږي.

د هندي قانون له مخې له ۱۹۶۱ کال راهیسې پر دغه دود بندیز لګول شوی دی.

دغه ښځه چې ریټا سرکار نومېږي، هندوستان ټایمز ورځپاڼې سره مرکه کې وايي:

''مېړه مې یوه شخصي کلینیک ته بوتلم، هلته ده او ډاکټرانو راته ویل، جراحي عملیات مې کېږي او له هغه وروسته به مې اپنډیکس لرې شي، چې ورسره به مې درد ختم شي. مېړه مې راته ویل، کولکته کې باید د دغو عملیاتو په اړه له هېچا سره خبرې و نه کړم. ''

څو میاشتې وروسته نوموړې بیا ناروغه شوې او د کله چې د کورنۍ غړیو ډاکټر ته بوتله، هلته معلومه شوه، چې ښی پښتورګی یې بدن کې نه شته.

د ٦٥ کلن سړي ١٣ کلنه ناوې

"پاکستانۍ ناوې ۱۵ کسانو ته شېدو کې زهر ورکړي"

د لوړ ولور خلاف قومي تړون

نوموړې هندوستان ټایمز ته وايي:

''له هغه وروسته راته معلومه شوه، چې مېړه مې ولې زما د جراحي عملیاتو خبره پټوله او د جهیز بدل کې یې رانه یو پښتورګی ایستلی او پلورلی یې دی. ''

ځايي پولیسو ویلي د پېښې په تړاو یې پلټنې پیل کړې او درې مشکوک کسان یې محکمې ته وړاندې کړي دي.