سوریه: ختيځه غوطه کې بوږنوونکی حال
سوریه: ختيځه غوطه کې بوږنوونکی حال
امريکا وايي د سوریې ختيځ کې یې له هغه څه سره په تړاو سل تنه حکومت پلوه ځواکونه وژلي چې دوی د دغه هېواد شمال دير الزور کې د امريکا په ملاتړ مخالفانو ناپارېدلی بريد بللی دی.
جنوب کې بيا ويل کېږي له پلازمېنې دمشق بهر د ختيځې غوطې پر کلابندې سيمې حکومتي هوايي بمباريو لږترلږه ۲۵ کسان وژلي دي.
ختيځه غوطه يوه له هغو وروستيو سيمو ده چې لا تر اوسه د ولسمشر اسد پر وړاندې جنګېدونکو مخالفانو ترولکې لاندې ده، چې حالت په کې د نهيلۍ تر کچې رسېدلی، د خوړو او درملو ليکې ترې پرې شوې دي.
دې راپور کې ځينې برخې ښايي درته خواشينوونکې وي.