د امریکا د فدرالي حکومت چارې درې ورځې وځنډول شوې

د عکس سرچینه، AFP
د بودیجې لپاره د مشرانو جرګې غونډه له نیمې شپې وروسته بیا پیلېږي.
د بودیجې د نه تصویبېدو له امله د امریکا د فدرالي حکومت چارې د جمعې له سهار وځنډول شوې.
د بودیجې لپاره د ډیموکراټانو او جمهوريپالو د خوښې وړ پلان یا طرحې سره جمهوريپال سناتور رنډ پال مخالفت وکړ او له امله یې مشرانو جرګه ولسي جرګې ته په ټاکلې مهال د بودیجې د مصوبې په لېږلو کې پاتې راغله.
ښاغلی پال وايي، د دوه کالو لپاره د بودیجې د دغه پلان له امله یې هېواد لا ډېر له پور سره مخ کېږي.
د امریکا د فدرالي حکومت چارې تېره میاشت هم د بودیجې د نه تصویب له امله درې ورځې ځنډول شوې وې.
د فدرالي بودیجې د له منځه تللو څو ګړۍ مخکې مشرانو جرګه هیله منه وه چې د دوو کلونو لپاره د بودیجې پلان به یې ومنل شي.
سناتور پال د پنجشنبې په ورځ په ټول کې ۹ ساعته د دې لپاره وینا وکړه چې سنا کې رایې اچولو ته د بودیجې طرحې مخنیوی وکړي.
د هغه په خبره، دواړه ګوندونو پر داسې پلان هوکړه کړې چې د دولت د بودیجې کسر درې سوه میلیارد ډالره نور هم زیاتوي.
نوموړي زیاته کړه، دا طرحه د دولت خزانه "لوټي".
د عکس سرچینه، Getty Images
سناتور رنډپال(منځ کې) په دې باور دی چې د بودیجې دا طرحه حکومت نور هم پوروړی کوي.
د امریکا کانګرېس درې اونۍ مخکې لنډمهالې بودیجه تصویب کړې وه، چې د فدرالي حکومت لګښت یې د پنجشنبې تر نیمې شپې پورې پوره کړ.
سپنې ماڼۍ د پنجشنبې په ورځ د امریکا د پلانونې او مدیریت ادارې ته وویل، چې د حکومت تړل کېدو ته چمتو اوسي.
مشرانو جرګې د جمعې د سهار د پیلېدلو په دویمه دقیقه غونډه جوړه کړه، چې که پر بودیجه هوکړې ته ورسېږي، نو ولسي جرګې ته یې د تصویب لپاره واستوي.
جمهوريپال هیله من دي چې د بودیجې مصوبه د جمعې په ورځ سپینې ماڼۍ ته ورسېږي او د ولسمشر له خوا په لاسلیکېدلو سره په قانونه بدله شي.