"د نقیب الله مسید په وژنه تورن پولیس له هوايي ډګر چېرې لاړ؟"

  • سپین تڼی
  • بي بي سي لندن

ډان:

د عکس سرچینه، Twitter

د عکس تشریح،

نقیب الله مسید ماډل و، خو پولیسو له طالبانو سره د تړاو په تور وواژه.

له پاکستان چاپېدونکې ډان ورځپاڼه په یوه مقاله کې پوښتې، راو انور چېرې دی؟

راو انور دا هغه پولیس افسر دی چې په کراچۍ کې د نقیب الله مسید په وژنه تورن دی او لا هم نه دی نیول شوی.

ورځپاڼه لیکي چې راو انور د وروستي ځل لپاره د اسلام اباد په هوايي ډګر کې لیدل شوی و چې غوښتل یې له هېواده ووځي او دوبی ته ولاړ شي خو سرحدي پولیسو درولی و.

خو ترهغه وروسته یې درک نه دی مالوم سره له دې چې سترې محکمې یې د نیولو امر کړی دی او له استخباراتو یې هم غوښتي چې هغه ونیسي.

ډان لیکي جدي پوښتنې را ولاړېږي چې راو انور څنګه له هوايي ډګره وتښتید په داسې حال کې چې د الوتنې اجازه نه وه ورکړل شوې او دا چې تر اوسه چېرې دی؟

د ورځپاڼې په لیکنه اسلام اباد د هېواد تر ټولو امن ښار دی او څوک ځان نه شي پټولی او د ډان په لیکنه باید د هغه د موندنې لپاره هڅې دوه برابره شي او هغو ته سزا ورکړل شي چې د نقیب الله مسید په وژنه کې ښکېل دي.

د مسیدو د قوم مشرانو د سې شنبې په ورځ له لومړي وزیره په کلکه وغوښتل چې راو انور ونیول شي او سزا ور کړل شي.

ډان ورځپاڼه په پای کې لیکي چې دولت باید خپله ژمنه پرځای کړي او د نقیب الله مسید وژونکي د عدالت منګولو ته وسپاري او لومړي ګام دا دی چې د وژنې اصلي تورن ونیسي.

ډيلي ټایمز پاکستان:

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح،

راو انور هوايي ډګر کې درول شوی و، خو بیا معلوم نه شو.

دا ورځپاڼه د افغانستان او پاکستان ددخبرو په اړه لیکي چې نن په اسلام اباد کې د دواړو لورو تر منځ د خبرو اترو نوی پړاو پیلېږي، چې د پاکستاني چارواکو په وینا د دواړو لورو د ستونزو د حل په موخه کارډلې وټاکي.

د ورځپاڼې په لیکنه، په کابل کې د طالبانو د وروستیو بریدونو له امله د رامنځ ته شوو ځېږو اړیکو سره سره دواړه خواوې غواړي اړیکي وساتي.

ډیلی تایمز لیکلي، افغان پلاوی د بهرنیو چارو د وزیر حکمت خلیل کرزي په مشرۍ چې د پوځ، استخباراتو او کورنیو چارو وزارت چارواکي هم ورسره دي اسلام اباد ته تللی دی.

د پاکستاني پلاوي مشري د بهرنیو چارو مرستیالې تهمینه جنجوا په غاړه ده.

د اسلام اباد په نننۍ غونډه کې به د دواړو هیوادونو د عمل په پروګرام خبرې وشي چې پکې له ترهګرۍ سره د مبارزه، سوله، د کډوالو د ستنېدو او اقتصادي همکاریو په اړه خبرې پکې راځي.

د دې لړۍ لومړۍ غونډه روانه میاشت کابل کې وشوه.

نیویارک ټایمز:

دا ورځپاڼه په خپله مقاله کې لیکي چې په افغانستان کې د امریکا سخته تګلاره به ګټه راوړي خو سوله او بری لا لرې بریښي.

ورځپاڼه د ځینو افغان پولیسو او سرتېرو له خولې کاږي چې په افغانستان کې د امریکا توندې تګلارې طالبان شاته کړي خو د کابل خونړیو بریدونو وښودله چې یاغیان د سولې فضا ګډوډوي او سوله ځنډوي.

په اګست کې ولسشمر ترمپ د افغانستان په اړه نوې ستراتیژي په ډاګه کړه چې پوځي فشار او د هوايي بریدونو زیاتوالی پکې راځي او په دې توګه طالبان د سولې خبرو اترو ته اړ کړي.

د ورځپاڼې په لیکنه سره له دې چې افغان امنیتي چارواکي د امریکا سختې پوځي تګلارې ته خوشبین دي خو اوس امریکا ۱۵ زره پوځيان لري په داسې حال کې چې په ۲۰۱۴م کال کې یې ۱۴۰ زره لرل خو بری تر لاسه نه شو. ورځپاڼه په کونړ کې د یوه پوځي افسر له خولې لیکي چې د امریکا هوايي بریدونو د طالبانو ملا ما ته کړې ده او اوس دوی په لویو ډلو کې بریدونه نه شي کولی ځکه له هوايي ګوزارونو ډارېږي.

نیویارک ټایمز همداشان د هلمند د والي حیات الله حیات له خولې لیکي چې طالبان یې له مرکز لشکرګاه ۱۸ کیلومتره په شا کړي دي او دی هم دا د هوايي ګوزارونو له برکته بولي.

ورځپاڼه د یوه افغان شنونکي له خولې کاږي چې هوايي بریدونه کارند دي خو هغه هم تل ګټور نه وي ځکه ولسي مرګ ژوبله ورسره مله وي او دا طالبانو ته د تبلیغاتو موکه ورکوي.