مسلمانه فرانسوۍ د جنجالي نظر له امله د سندرو له سیالۍ ووتله

ر

د عکس سرچینه، INSTAGRAM/MENNEL_OFFICIAL

د عکس تشریح،

مانل ابتسام وايي، خبرې یې پوره نه دي را اخیستل شوې.

ځوانه مسلمانه فرانسوۍ- چې د سندرو تلوېزوني سیالۍ کې یې د ډېرو پام ځان ته اړولی و- په خواله رسنیو کې د پخوانیو جنجالي نظریو له امله له دې سیالۍ ووتله.

۲۲ کلنه مانل ابتسام پر ۲۰۱۶ کال د نیس برید د ترهګریزوالي په اړه شک کړی و.

د نیس برید کې چې باستیل ملي ورځ باندې وشو، یوه موټروان پکې موټر په خلکو وخېږاوه او ۸۶ کسان یې ووژل.

مېرمن ابتسام وايي، د هغه برید په سبا د دې له نظر چې کوم اخیستون کېږي د هغې ټول دریځ پکې له پامه غورځول کېږي او سم نه دی.

د فرانسوي رسنیو د رپوټ له مخې مانل ابتسام په هغو نظرونو کې- چې لا هم شته- لیکلي دي:

"په دود بدل شوي، هره اونۍ یو برید".

"تل ډاډمن اوسۍ چې ترهګر پېژندپاڼې لري، دا ریښتیا ده چې کله یو بد کار کول غواړئ، نو له ځان سره د پېژندپاڼې وړل نه هېروئ".

دې څرګندونو هشټګ هم درلود چې مطلب یې و: "موږ ساده وبولئ".

ر

د عکس سرچینه، youtube

د عکس تشریح،

یوټیوب کې د مانل ابتسام سندره نږدې یو میلیون ځل کتل شوې ده.

د پاریس د بریدونو پر مهال له یوه بریدګر سره پاسپورټ هم موندل شوی و او داسې اېسېدل چې مانل ابتسام د نیس برید په تړاو همدې موضوع ته اشاره کوله.

د مانل ابتسام پخوانۍ څرګندونې له هغه وروسته را برسېره شوې چې نوموړې په انټرنېټ کې مشهوره شوه.

د هغې یوه سندره په یوټیوب کې له یو میلیون ډېر ځلې لیدل شوې ده.

وروسته له هغه چې د مېرمن ابتسام پخوانیو څرګندونو ته پام واوښت، بښنه یې وغوښته او ویې ویل:

"ښکاره ده چې زه ترهګري غندم".

خو پر نوموړې د نیوکو څپه کمه نه شوه او د نیسم برید کې د اغېزمنو کسانو ډلې د نه منلو وبلله.

له هغه وروسته د تلوېزون ادارې پر ادارې دومره فشار واچول شو چې لاخره مانل بسام د جمعې په ورځ له سیالۍ د وتلو خبره وکړه.

په خواله رسنیو کې د دې په ملاتړ څرګندونې هم شوې او ویل شوي چې د مسلمانتوب له امله په نښه شوه.