افغان او پاکستاني چارواکي د تړلو دروازو تر شا پر کومو مسلو خبرې کوي؟

د انځور حقوق Twitter
Image caption د افغان او پاکستاني پلاوي لیدنه.

پاکستانۍ اېکسپرېس ټريبيون ورځپاڼې دغه هېواد ته د يوه لوړ پوړي افغان پلاوي د سفر په تړاو مطلب ليکلى چې وايي، د افغانستان او پاکستان ډيپلوماټانو او پوځي او استخباراتي چارواکو سره اوږدې خبرې وکړې.

د ورځپاڼې په وينا د دوى خبرې پر دوه اړخيز باور جوړولو او د افغان جگړې د ختمولو لپاره د گډو ټکو پر موندنه ور ټولې وې.

ورځپاڼه وايي د اخبرې د تړلو دروازو تر شاه وشوې او دواړو غاړو يې د پايلو په تړاو ډېر څه نه دي ويلي.

د ورځپاڼې په وينا دا خبرې به د افغان او پاکستاني چارواکو ترمنځ نن هم راوانې وي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند ډاکټر محمد فيصل د خبرو له پيلېدا وړاندې خبريالانو ته ويلي و چې افغان او پاکستاني پلاوي د ترهگرۍ پر وړاندې مبارزه، د تاوتريخوالي کمولو او سولې لپاره پر يوه گډه کړنلاره خبرې کوي.

د ښاغلي فيصل په وينا د گډوالو بېرته ستنول او د دواړو هېوادونو گډ اقتصادي پرمختگ د بحث نورې موضوعگانې دي.

واشنگټن پوسټ:

ر د انځور حقوق AFP
Image caption د سوریي حکومت دا برید غندلی دی>

امريکايۍ واشنگټن پوسټ ورځپاڼې سوريه کې د وروستي تاوتريخوالي په تړاو يوه شننه خپره کړې او وايي د روسيې او امريکا د نيابتي ځواکونو ترمنځ د دې اونۍ مرگوني ټکر کې د بدمرغۍ ډېرې نښې نغښتې دي.

پنټاگان او د کوردي ځواکونو يو قومندان ورځپاڼې ته ويلي داسې استخباراتي مالومات يې تر لاسه کړي و چې ښوول يې سوري ځواکونه د بريد تابيا لري.

د دوى په وينا مالومات له روسي ځواکونو سره شريک شوو خو هغوى د ښه نيت څرگندونه ونه کړه او د سوري ځواکونو د بريد شونتيا يې رد کړه.

د کوردي ځواکونو د قومندان په وينا وروسته جگړه ونښته او د امريکا د هوايي ځواکونو په بريد کې شاوخوا ١٠٠ سوري ځواکونه ووژل شول.

ورځپاڼه وايي دا پېښه په سيمه کې د امريکا د پوځي واک ښوونه کوي خو په همدې حال کې په سوريه کې يې رول له پوځي او ډيپلوماټيک پلوه نازک دى.

انډين اېکسپرېس:

هندۍ انډين اېکسپرېس ورځپاڼې د هند مشهور فلم ليکوونکي او شاعر جاويد اختر هغه وينا راخيستې چې ويلي "په هغو جوماتونو او يا عبادتځيو کې چې د استوگنې په سيمو کې دي بايد د لاسپيکر کارونې اجازه ور نه کړل شي."

تېرکال وتلي سندرغاړي سونو نېگهم هم دغه راز يوه وينا کړې چې له پراخو نيوکو سره مخ شو.

اوس ښاغلي اختر هم پر خپل ټوېټر پاڼه ليکلي "غواړم رسما" ووايم چې په دې برخه کې د سونو نېگهم په گډون له هغو کسانو سره همغږى يم چې وايي په عبادتځيو او يا جوماتونو کې چې د استوگنې په سيمو کې دي د لاسپيکر کارونې اجازه ور نه کړل شي.

پر ښاغلي اختر هم نيوکې وشوې خو نوموړي په ځواب کې پر خپل ټوېټر وليکل چې دى د هرې ناسمې خبرې پر وړاندې خپل غږ پورته کوي.

نوموړې زياته کړې "ستونزه په دې کې ده چې موږ د نورو په تېروتنو پوهېږو خو خپلو هغو ته بيا پام نه کوو."