اسراییل: د ایران او سوریې پر مرکزونو مو پراخ برید وکړ
د اسراییل اېف شپاړس الوتکه. د ارشیف انځور
اسراییل وايي د شنبې په ورځ یې په سوریه کې د ایران او سوریې پر مرکزونو لوی هوايي برید کړی دی.
د اسراییل پوځ په بیان کې زیاتوي چې ۱۲ نښې یا هدفونه یې ویشتلي دي، چې په هغو کې د سوریې د هوايي دفاع درې او څلور هم د ایران پوځي مرکزونه دي.
د اسراییل پوځ د شنبې په سهار وویل د ایران یوه بې پیلوټه الوتکه چې د سوریې له خاورې اسراییل ته ننوتلې وه، وپېژندله او ویې غورځوله.
سوریه هم وايي، چې د اسراییل بریدونو ته یې ځواب ویلی.
له بلې خوا هاارتص ورځپاڼه وايي، د اسراییل یوه اېف شپاړس الوتکه د دغه هېواد شمال کې غورځېدلې.
اسراییلي پوځ هم منلې، چې د سوریايي ځواکونو په توغندیو د دوی دا الوتکه په اسراییلۍ خاوره کې غورځېدلې ده.
دوی زیاتوي، چې د دې الوتکې دوه پيلوټان ژوندي پاتې او روغتون ته لېږدول شوي دي.
د سوریې دولتي تلوېزون وايي، چې د دغه هېواد ځواکونو د اسراییل له یوې ډېرې الوتکې په نښه کړې دي.
دا تلوېزون زیاتوي چې د اسراییلي الوتکو برید ته یې ځواب ور کړ.
سرحدي سیمو کې چاودنې
د اسراییلۍ الوتکې پاتې شوني.
د اسراییل په شمالي سیمو په تېره د جولان لوړو کې د خطر زنګ وهل شوی دی، چې له سوریې او اردون سره پر پوله پرتې دي.
د سیمې خلک وايي، د څو چاودنو غږونه یې هم اورېدلي دي.
دا هم رپوټ شوې چې د جولان لوړو کې د سوریې د حکومتي ځواکونو او د دوی د مخالفانو ترمنځ جګړه پیل شوې ده.
اسراییل ټایمز ورځپاڼه لیکي د ایران بې پیلوټه الوتکه ځايي مهال سهار څلور نیمې بجې د اسراییل خاورې ته ننوتله. ور پسې د خطر زنګ ووهل شو.
اسراییلی پوځ وايي، د ایرانۍ الوتکې ټوټې ور سره دي.
د اسراییل د پوځ ویاند د دغه هېواد خاورې ته د ایرانۍ الوتکې ننوتل، د اسراییل په خاوره د ایرانیانو "سخت برید" بولي.
هغه وايي، هر څوک چې د دې پېښې مسوول وي، بیه به یې ور کړي.
د هغه په خبره، "ایران په دغه کار سیمه له داسې حالت سره مخ کړې چې پای یې معلوم نه دی".
ایران په سوریه کې
د جولان لوړو کې د اسراییل او سوریې له پولې سره د الوتکو ضد نښې.
ایران -له روسیې سره یو ځای- د سوریې د بشار اسد حکومت مهم ملاتړی دی، چې له ۲۰۱۱ کال راهیسې له وسلوالو ډلو سره په جګړه دی.
تېر نومبر لوېدیځو څارګرو سرچینو بي بي سي ته وویل، چې تهران په سوریه کې تلپاتې پوځي اډه جوړوي.
د اسراییل لومړي وزیر بین یمین نتن یاهو هغه مهال خبرداری ور کړ چې تل ابیب به د دې اډې د جوړولو اجازه ور نه کړي.
په ایران تور لګېږي چې نه یواځې سوریه کې نفوذ پراخوي بلکې غواړي لبنان کې د حزب الله د ملاتړ لپاره د سوریې له لارې له ایران تر لبنان پورې ځمکنۍ اکمالاتي لار ولري..

روسیه، ترکیه او ایران په سوریه کې د اوربند دوامدراولو ژمنه کوي
سوريه کې درې ځواکمن لوبغاړي روسيه، ايران او ترکيه وايي دوى به په دغه هېواد کې د نازک اوربند دوام ډاډمن کړي، خو ياغيانو په دې تړاو شکونه څرگند کړي.