يوازې چونګښ: ساينسپوهان د ژوند ملګرې ورته پيدا کوي

د انځور حقوق AFP
Image caption خو پوهانو ته په کار ده چې بیړه وکړي ځکه د سیهوینکاس سیمې د اوبو چونګښې تر ۱۵ کلو اوږد عمر نه لري

په بوليويا کې چاپېريال ساتونکي هغه چونګښ ته چې بچی نه لري د ملګرې په لټه کې دی.

ساینس پوهان وایي رومیو بچی نه لري او که د ژوندانه ملګرې ورته ونه موندل شي ښایي له مړینې سره سم یې د دغه ډول چونګښو توکم ورک شي.

رومیو ۱۰ کاله عمر لري او تېر نهه کلونه یې د ملګرې په موندلو پسې "قا- قاوې" کړې دي.

یوې وېبپاڼې چې د ژوندانه د ملګرو موندنې ته ځانګړی دی، "رومیو" ته د ملګرې د موندلو یو څه لګښت پرې کړی او د هغه تر پېژندنې لاندې یې لیکلي "زه مې په خپلې جولیټ پسې ګرځم". رومیو او جولیټ د اوڅار انګرېز لیکوال شکسپیر وتلې تراژیدي ډرامه ده.

ساینس پوهان اوس په ویالو او لښتیو کې لټون کوي چې داسې یوه چونګښه ومومي چې کېدای شي رومیو ته بچیان راوړي.

د انځور حقوق Match
Image caption ساینس پوهان وایي رومیو بچی نه لري او که د ژوندانه ملګرې یې ونه موندل شي ښایي له مړینې سره سم یې ددغه ډول چونګښو توکم پای ته ورسېږي

د طبیعت د پاسوالۍ یوه ساینس پوه ارتورو مونوز د فرانسې خبري اژانس ته ویلي "هیله نه بایلو؛ لا هم هیله من يوو چې دا ډول نورې چونګښې به هم چېرته وي چې د نسل ساتنې په موخه یې ترې د بچیانو تولید شونی شي".

خو پوهانو ته په کار ده چې بیړه وکړي ځکه د سیهوینکاس سیمې د اوبو چونګښې تر ۱۵ کلو اوږد عمر نه لري.

مانا دا چې رومیو چې تر اوسه د کوچابامبو د طبیعي تاریخ د موزیم په یوه ټانک کې ساتل کېده، د ژوندانه یواځې پنځه کلونه لري.

ورته مطالب