اسراییل سوریه کې "۳۰" کلونو کې تر ټولو لوی برید وکړ

د انځور حقوق Reuters
Image caption د اسراییل غورځېدلې الوتکه.

اسراییل وايي، سوریه کې یې له تېرو دېرشو کلونو راهیسې تر ټولو ستر هوايي برید وکړ.

د دغه هېواد د دفاع وزارت ویاند بي بي سي ته وویل، چې د سوریې پلازمېنې دمشق سره نږدې یې لږ تر لږه ۱۲ مرکزونه په نښه کړي دي.

دا پر ۱۹۸۲ کال د لبنان له جګړې وروسته د سوریې پرضد د خپل ډول تر ټولو لوی برید دی.

* 'ایران سوریه کې پوځي اډه جوړوي'

* اسراییل: د ایران او سوریې پر مرکزونو مو پراخ برید وکړ

د اسراییل دفاعي چارواکي وايي، چې لومړی ځل یې په سوریه کې د ایران څلور مرکزونه هم په نښه کړي دي.

دا برید د سوریايي ځواکونو په لاس د اسراییلۍ الوتکې له غورځېدلو وروسته کېږي.

د اسراییل اېف شپاړس الوتکه د سوریې خاورې ته له ننوتلو وروسته د بشار اسد ځواکونو له ځواب سره مخ شوه.

د روسیې اندېښنه

ر د انځور حقوق Getty Images
Image caption د روسیې ولسمشر له اسراییلي لومړي وزیر سره په ټلېفوني خبرو کې پر وروستیو پېښو اندېښنه ښودلې ده.

له بلې خوا روسیې په سوریه کې د ایران ملاتړو ځواکونو پرضد د اسراییل پر وروستیو بریدونو اندېښنه ښودلې ده.

د روسیې ولسمشر وايي، له داسې هر ډول ګام پورته کولو باید ډډه وشي چې سیمه کې تاوتریخوالي ته لمن وهي.

* د نړۍ اتومي وسلې له چا او چا سره دي؟

* د عراق او اسراییل د ښکلا ملکو ګډ انځور غوغا جوړه کړه

ویلادیمیر پوتین د اسراییل لومړي وزیر سره ټلېفوني خبرو کې دا غوښتنه کړې ده.

خو ځواب کې بین یامین نتن یاهو ویلي چې سوریه کې د ایران د پوځي ځواک د زیاتېدلو مخالف دي.

ایران ته د امریکا خبرداری

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د اسراییل اېف شپاړس الوتکه. انځور د ارشیف دی.

د امریکا دفاع وزارت چې د ځمکنۍ بشپړتیا د خوندیتوب لپاره د اسراییل ملاتړ کوي او سیمه کې د ایران د ولکه غوښتنې مقابل کې درېږي.

په ورته مهال ایران د اسراییل له خوا د دغه هېواد د بې پیلوټه الوتکې د غورځولو خبره درواغ بللې، خو د سوریې حکومت د اسراییل د اېف شپاړس الوتکې غورځول سوبه ګڼلې ده.

اسراییل د شنبې په ورځ وویل خاورې ته یې د ایران د بې پیلوټه الوتکې له ور اوښتلو وروسته دا الوتکه وغورځوله او له هغه وروسته یې د سوریې خاوره کې د ایران مرکزونه په نښه کړل.

وروسته یې دا هم ومنله چې د سوریې ځواکونو د دوی اېف شپاړس الوتکه ویشتلې، مګر په اسراییلۍ خاوره کې غورځېدلې او دوه پیلوټان یې ټپي دي.

ورته مطالب