پاکستان وروستۍ خبرې ګټورې، خو افغان پلاوی یې بې پایلې بولي

اېکسپرېس ټريبيون:

د انځور حقوق Twitter

اېکسپرېس ټريبيون پاکستان کې د افغان پلاوي او پاکستاني چارواکو ترمنځ د خبرو په تړاو مطلب خپور کړى او د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وينا ته يې اشاره کړې چې وايي "د خبرو اترو بهير ډېر ښه و."

ورځپاڼه زياتوي چې د بهرنيو چارو وزارت وياند محمد فيصل خوښ برېښېده او ويې ويل چې پرمختگ شوى خو نور کار ته اړتيا ده.

خو د ډان ورځپاڼې دا رپوټ بيا د افغان پلاوي له وينا سره په ټکر کې دى. افغان پلاوي له پاکستان تر ستنېدو وروسته وويل خبرو کومه پايله نه درلوده.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وينا پاڼه کې راغلي چې پاکستان د ترهگرۍ او تاوتريخوالي مخنيوي او له وسلوالو طالبانو سره د مبارزې په برخه کې د رغنده همکارۍ ژمنه و نه کړه.

واشنگټن پوسټ:

واشنگټن پوسټ ورځپاڼې د ویلاديمير پوتين د يوه نژدې متحد هغه وينا مهمه بللې چې وايي روسيه او امريکا د وسلو يوې نوې سيالۍ ته نږدې کېږي.

سرگې چېمېزوف چې روسي وسلو صنعت کې يوه وتلې څېره ده وايي "باوري نه يم چې په اوسني چاپېريال کې د امريکا او روسيې ترمنځ د اټومي وسلو د محدودولو تړون نوى شي."

ښاغلي چېمېزوف واشنگټن پوسټ ته ويلي په داسې حال کې چې موږ پر يوه بل باور نه لرو نو څنگه شونې ده چې د وسلو پر کمولو خبرې وکړو.

ښاغلى چېمېزوف وايي واک ته د ولسمشر ټرمپ له رسېدو وروسته د روسيې پر وړاندې د امريکا د دوستانه تگلارې تمه يې لرله خو داسې برېښي چې ښاغلى ټرمپ د خپلې هغې ژمنې په پوره کولو کې پاتې راغلى چې ويل يې له روسيې سره به اړيکي ښه کړي.

ډان:

پاکستانۍ ډان ورځپاڼې ليکلي، د پاکستان په سکر سيمه کې يو ورور خپله ١٩ کلنه خور وروسته له هغه ووژله چې يوې سيمه ييزې جرگې يا پنچايت يې د وژلو حکم وکړ.

پوليسو سره ثبته شوې دوسيه کې راغلي چې دغه نجلۍ د ننگ په نامه وژل شوې او بيا يي ورور هڅه کړې داسې وښیي چې گواکې خور يې ځانوژنه کړې ده.

خو پوليس وايي موندنې يې دا دي چې دا نجلۍ په لوى لاس وژل شوې ده.

د ورځپاڼې په وينا، پوليسو اوس د نجلۍ د ورور، پلار او د دوو ځمکوالو پر وړاندې قضيه ثبت کړې چې ظاهرا" د ځايي جرگې غړي وو.

دوى پر خپل جرم اقرار کړى او يو مشکوک کس تښتېدلى دى.