شتمنې عربې ولې ناوخته مېړونه کوي؟

ر د انځور حقوق .

د مېړه لټونګرې سعودۍ میلیونرې مسله پر خواله رسنیو ډېره لاس ‍په لاس شوې او تاوده بحثونه پرې پیل شوي دي.

دغه سعودۍ چې خپل نوم یې "حصه" ښودلی،‌ وايي ۴۰ کلنه ده د سعودي له (الرسالة) تلوېزیون سره یې په یوه دیني پروګرام کې د تیلیفون له لارې ګډون کړی.

* د سعودي د ښکلا ملکه

* د "سینا وردګ" د نقاب ترشا کیسه څه ده؟

دا وايي، له خپل شتمن سوداګر پلاره ورته میلیونونه سعودي ریال په میراث پاتې دي، خو پلار به یې د لور د واده هره جرګه ردوله؛‌ ځکه وېرېده چې ښايي د ده شتمنۍ ته یې اېښې وي.

خو (حصه) وايي، اوس له هر ډول سړي سره واده ته راض‍ي شوې ده،‌ ان که بله ښځه هم ولري، خو دا غواړي بچیان وزیږوي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption سعودۍ ناوې په سینګارتون کې.

ټویټر کارنو پر ټویټر د "میلیونره د واده لټون کوي" هشټګونه لاس په لاس کړي چې په عربي نړۍ کې تر ټولو ډېر کارول شوی تازه هشټګ ګڼل کېږي.

ګڼو خواخوږي ورسره ښودلې، نورو غندلې او چا پرې شک کړی.

که د ټویټر کارنو ټویټونو ته ونه ګورو،‌ دې کیسې په ګڼو عربي هېوادونو کې د نجونو او ځوانانو د ودونو د ځنډ مسله او بحث راپارولی او ګڼ لاملونه یې په ګوته کړي.

* "توره خو ښکلې"

* سعودي عربستان کې د ښځو لپاره د موټرو پلور لومړنی پلورنځی

که څه هم په ډېرو مواردو کې اصلي ځنډ بې وسي ګڼل کېږي، په تېره بیا ځوانان یې وس نه لري، خو دغه مېرمن بیا برعکس د ډېر مال لرلو له کبله د مېړه غوره کولو ته پښه نیولې وه.

ټولو ته معلومه ده چې په ډېری عربي هېوادونو کې واده ته لېوال ځوان اړ دی چې د بې کارۍ په دې ډېرېدونکې څپه او د بیو لوړوالي توپان کې د خپل استوګنځي او د واده لګښتونو پوره کولو لپاره کلونه کلونه ستړي کوونکي کارونه وکړي.

"نن شپه زما هیله دا ده چې د حصه په څېر له میلیونرې او تعدد منونکې سعودۍ سره واده وکړم"

د اقتصادي سبب سربېره، چې په ډېری عربي هېوادونو کې د واده د ځنډېدو لامل ګرځي، ښکاري چې ځینې نور عوامل هم شته، ځینې کورنۍ غواړي خپلې لوڼې پاخه عمر کې واده کړي یا دا چې د ژوند یو مناسب شریک نه شي ورته موندلی،‌ یا هم ځینې ځوانان او نجونې هېڅ واده کولو ته لېوالتیا نه لري.

خو یو لامل یې دا هم کېدای شي چې ځینې ځوانان او نجونې تر واده وروسته د ګډ ژوند له مسوولیتونو وېره لري.

د واده د ځنډ یو ډېر دود شوی لامل د ښځو لپاره په ټولنه کې د مناسبې دندې نشتوالي کې نغښتی،‌ ښکاري چې په تعلیم کې د ښځو د فرصت زیاتوالی ډېر شوی، همدا ده چې دوی غواړي د خپل ژوند شریک یې هم تعلیم کړی وي او دنده ولري او د مناسب شریک موندلو لپاره دوی کلونه وخت ته اړتیا لري.

یوه بل بیا لیکلي: "نوي کلنه میلیونره بوډۍ د واده په لومړۍ شپه مري خو کورنۍ نه لري"

ځوانان هم غواړي د خپل ژوند شریکه یې لاسته راوړنې ولري او په ګډ ژوند کې ترې ګټه واخلي،‌ په تېره بیا داسې مطیعه او خبره منونکې ښځه غواړي چې د ژوند اوږدو کې کورنۍ ستونزې پخپله حل کړای شي او نارینه پرې کور کې پوره ډاډ‌ ترلاسه کړي.