پاکستان کې د بشري حقونو فعاله عاصمه جهانګير ومړه

د انځور حقوق AFP
Image caption عاصمه جهانګير په ۱۹۵۲م کال په لاهور کې زيږېدلې وه۔

پاکستان کې د بشري حقونو فعاله او د پاکستان سترې محکمې د وکيلانو وروستۍ مشره عاصمه جهانګير په لاهور کې د ۶۶ کلونو په عمر ومړه.

له بي بي سي سره په خبرو کې د عاصمې جهانګير لور منيزې جهانګير د خپلې مور د مړينې پخلی کړی دی.

د رپورټونو له مخې د يکشنبې پر ورځ د عاصمې جهانګير روغتيايي حالت خراب شو او روغتون ته له لېږدولو وروسته يې ساه ورکړه.

عاصمه جهانګير په ۱۹۵۲م کال په لاهور کې زيږېدلې وه۔ نوموړې د پاکستان د بشري حقونو کميسيون مشره هم پاتې شوې او لومړنۍ پاکستانۍ ده چې د دې هېواد د سترې محکمې د وکيلانو د مشرې دنده يې ترسره کړې ده.

عاصمه جهانګير په پاکستان کې د بشرې حقونو د فعالانو پر مشرتابه او امنيتي ادارو له نيوکو کوونکو څخه وه.

د پاکستان ولسمشر ممنون حسين او لومړي وزير شاهد خاقان عباسي د نوموړې د مړينې له امله خواشينې څرګنده کړې ده.

Image caption د عاصمه جهانګير د مړينې له امله ګڼ شمېر کسانو خواشيني څرګنده کړې ده

د نوموړې د مړينې له امله په پاکستان او له پاکستانه بهر پر ټولنيزو رسنيو يو شمېر خلکو د بشري حقونو لپاره د نوموړې کار ستايلی دی.

پر ټويټر يو پاکستاني خبريال رضا رومي ليکې، "عاصمه جهانګير د رښتيا ويلو لپاره ژوندۍ وه"۔

د عوامي نشل ګونډ سياستول مياافتخار په خپل ټويټر پاڼه د نوموړې د مړينې له امله خواشیني څرګنده کړې او وايې د جمهوريت لپاره د دې هڅې به تل د خلکو په ياد وې.

يوې نړيوالې مطبوعاتې ادارې بلومبرګ د رپورټ له مخې عاصمه جهانګير په کال ۱۹۸۳م کې په کور کې بندي شوې وه، د هغه وخت پوځي مشر ضيا الحق چې په هېواد کې يې پوځي ځکومت نافذ کړې و، پر ضد راوتلې وه.

د انځور حقوق AFP
Image caption عاصمه جهانګير په پاکستان کې د بشرې حقونو د فعالانو پر مشرتابه او امنيتي ادارو له نيوکو کوونکو څخه وه.

همداراز، په کال ۲۰۰۷ کې چې پوځي مشر جنرال پرويز مشرف حکومت په خپل لاس کې واخيست نو عاصمه جهانګير بيا ونيول شوه ځکه د دغه پوځې حکومت پر ضد يې لاريونو کې ګډون کاوه.

عاصمه جهانګير ته پر کال ۱۹۹۵م کې د پاکستان حکومت له اړخه د ښو خدمتونو له امله 'ستاره اميتاز' جايزه ورکړل شوه۔ د دې تر څنګ د نورو ډېرو جايزو ګټلو سره سره ورته په کال ۱۹۹۲م کې 'امريکايې بار ايسوسيشن انټرنيشل هيومن رائټس ايوارډ' هم ورکړ.